د روغتيا نړيوالې ادارې مشر Tedros Adhanom Ghebreyesus وايي، د کرونا وايروس له چين څخه بهر داسې کسانو کې موندل شوي کومو چې چين هيواد ته هيڅ سفر ندی کړی.
د روغتيا نړيوالې ادارې په وينا، د کرونا وايروس د نړۍ يو شمير هيوادو وګړو کې پيدا کيدل د انديښنې وړ موضوع ده او دا کيدای شي د يوې لويې فاجعې پيل وي.
چين کې پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۴۰،۰۰۰ څخه لوړ شو.

د چين روغتيا ادارې رپوټ له مخه يوازې د فبروری په ۹ د کرونا وايروس ۹۷ کسان ووژل.
د روغتيا نړيواله داره د مهاهريون يوه ډله جوړوي ترڅو چين ته سفر وکړي او د ياد وايروس خپريدلو څرنګوالی وڅيړي.
دا مهال د کرونا وايروس چين پرته په ۲۵ نورو هيوادو کې موندل شوی او ډير شمير هيوادو خپل وګړي د چين هيواد له وواهان څخه ويستلي.
د نړۍ لوی هوايي شرکتونو هم چين هيواد ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولي.
چين کې بند پاتې سلګونه اسټراليايان دوو ځانګړو الوتکو کې اسټراليا ته راوستل شول او دا مهال د اسټراليا لويو ښارونو څخه لري ځينو بندو ښارګوټو کې دوو اونيو لپاره قرنطين ساتل کيږي.

د روغتيا نړيوالې ادارې مشر د نړۍ ځينو هيوادو کې د کرونا وايروس پيدا کيدو په اړه ويلي، د نړۍ هيوادونه دې د ياد وايروس رارسيدو ته په تمه اوسي او ښاغلی له عامو خلکو غوښتي ترڅو دې ارامي غوره کړي.
تر دې دمه له چين څخه بهر د دوو کسانو مړينه تاييد شوې چې يو يې فيليپين او بل په هانکانګ کې د ياد وايروس له امله مړه شوي.

