Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا ملي ورځ ولې د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه لمانځل کيږي, ولې د يادې ورځې بدلولو هڅه کيږي؟

د اسټراليا ملي ورځ تاريخ او د يادې ورځې بدلولو هڅو ته مو کتنه کړې.

Australia Day
Source: State Library of Victoria

د اسټراليا ملي ورځ هر کال د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه ټول اسټراليا کې لمانځل کيږي او ياده ورځ ټول اسټراليا کې رخصتي وي.

 د اسټراليا ورځ کونسل په ويناد، دا ورځ ټولو اسټراليايانو لپاره وي او دا مهمه نده چې زمونږ او ستاسو شخصي کيسې کومې وي ولې لدې ورځ سره مونږ اسټراليايي والی اوسنی اسټراليا او خپل .تاريخ لمانځو

اسټراليا کې ډيري اوسيدونکي دا ورځ له کبابو پخولو سره لمانځي او بيا بله خوا زرګونه کسان په ياده ورځ د اسټراليا تابعيت ترلاسه کوي او ياده ورځ له نوي تابعيت ترلاسه کولو سره لمانځي.

پدې ورځ ټول اسټراليا کې د تابعيت ترلاسه کولو مراسم پر مخ اچول کيږي او زرګونه نوي مهاجر او کډوال د اسټراليا تابعيت ترلاسه کوي.

Australia Day celebrations
Traditional Australia Day celebrations. Source: SBS

اسټراليا کې بيا بومي اسټراليايانو او هغو غير بومي اسټراليايانو لپاره کوم چې د بومي اسټراليايانو له دريځ څخه ملاتړ کوي دا ورځ د ماتم ورځ وي او دوی ورته د يرغل ورځ په نظر ګوري.

ولې د جنورۍ ۲۶ نيټه؟

آيا پدې ورځ د انګليسانو لومړۍ کښتۍ اسټراليا ته رسيدلې؟ نه داسې نده.

لومړي ځل لپاره له يادې نيټې څخه يوه اونۍ وړاندې د انګليسانو کښتۍ چې پکې سړي سپاره ول د سيدني ښار بوتاني بی سمندرغاړې ته ورسيدل، هغه مهال هغه ځای ورته مناسب ښکاره نشو او اوس چې سيدني هاربر په نامه مشهوره سيمه ده دوی دې سيمې ته راغلل او ميشت شول.

د ۱۷۸۸ کال جنوری مياشت په ۲۶ نيټه همدې راغلو انګليسانو د سيدني ښار کوف سمندرغاړه کې په رسمي ډول د اسټراليا خاوره د انګلستان خپلواکه خاوره اعلان کړه.

Australia Day
The First Fleet arrives at Sydnay Cove. The British would later found the penal colony and first European settlement in Australia. Source: State Library of Victoria

آيا مونږ د اسټراليا ورځ له ۱۷۸۸ کال راهيسې لمانځو؟

نه، داسې چې نن د اسټراليا ورځ لمانځل کيږي داسې پخوا نه لمانځل کيده، بلکې دا ورځ په بيلابيلو بڼو لمانځل کيده.

د سيدني ښار استعمار لومړيو وختو کې د جنوری ۲۶ د "رسيدو لومړی ورځ"يا د 'بنسټ ورځ' تر نامه لاندې لمانځل کيده ولې بيا نورو ايالتونو کې هر يو يې يادې ورځ ته جلا نوم ورکاوه او دا ورځ يې لمانځله.

په کال ۱۹۳۵ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا ټولو ايالتونو ياده ورځ د اسټراليا ورځ ونوموله او له هغې نيټې راهيسې دا ورځ د اسټراليا ورځ په نامه په ټول اسټراليا کې لمانځل کيږي.

په کال ۱۹۹۴ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا ملي ورځ په ټول اسټراليا کې رخصتي اعلان شوه.

ولې دا ورځ ځينو لپاره د ماتم ورځ ده؟

ااصل کې دوه اسټراليا شتون لري. يو د بومي اسټراليايانو لخوا دا خاوره له ۵۰،۰۰۰ کلونو راهيسې نيول شوې او دوی يې اصلي اوسيدونکي دي ولې بله خوا په کال ۱۷۸۸ کې دا خاوره د انګليسانو لخوا مستعمره جوړه شوه

ځينو بومي اسټراليايانو لپاره د هغوی خاوره د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه د انګليسانو تر يرغل وروسته بدله شوه او دا ورځ ځکه د ماتم ورځ ده چې د انګليسانو يرغل وروسته  ډير شمير بومي اسټراليانو باندې ظلمونه وشول، د هغوی ټولوژنې وشوې، له هغوی ځمکې واخيستل شوې او ټولنې له يې زور زياتي سره مخ شوی.

د بومي اسټراليايانو نسلونه ترې غلا شول چې دا ټولې پيښې د اسټراليا تاريخ کې ثبت شوي او ورته د تورې دورې په نظر کتل کيږي.

په کال ۲۰۰۸ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا پخواني لومړي وزير کيوين راډ په رسمي ډول د اسټراليا له بومي خلکو څخه د حکومت تاريخي تيروتنو او ظلمونو لپاره يې بښنه وغوښته

همدا وجې دي چې ځينو لپاره د اسټراليا ملي ورځ د ماتم او د يرغل ورځ معنی لري.

مونږ بايد دا هير نه کړو او دا زمونږ د تاريخ برخه ده.

Let's never forget this is part of our Australian History. #SurvivalDay #AustraliaDay #ChangeTheDate #AlwaysWillBe #InvasionDay2017 pic.twitter.com/ZmBAxsA8NE

لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۳۸ کې د بومي اسټراليايانو يوه ډله خلک سره راټول شول او د اسټراليا ملي ورځ يې د ملي ماتم ورځ په توګه ولمانځله.

يادې غونډې جوړونکي جاک پاتين وويل، " مونږ ځکه راټول شوي يو ترڅو د سپين پوټکو لرونکو کسانو لخؤا تيرو ۱۵۰ کلونو کې ترسره شوي ظلمونو خلاف غږ پورته کړو"

'Day of Mourning'.
'Day of Mourning'. Source: Australian Institute of Aboriginal and Torres Strait Islander Studies (AIATSIS)

په کال ۱۹۸۸ کې لومړي ځل لپاره زرګونه بومي او غير بومي کسانو پراخ لاريونونه وکړل او د اسټراليا ورځ يې د يرغل او ماتم ورځ ونوموله.

1988 bicentennial protest.
1988 bicentennial protest. Source: SBS

اسټراليا کې ځيني ځايي شوراګانې بومي اسټراليايانو ته درناوي لپاره د تابعيت مراسم د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه نه ترسره کوي.

څوک غواړي چې دا ورځ پر خپل ځای پاتې شي او بدلون ونه مومي؟

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د جنوری ۲۶ نيټه د اسټراليا ملي ورځ ده او دا ورځ ټولو اسټراليايانو پورې اړه لري.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن ټولو هغو ځايي شوراګانو ته خبرداری ورکړی کوم چې په ياده ورځ د اسټراليا تابعيت ورکولو مراسم نه نيسي.

لومړي وزير ويلي چې که چيرې ځايي شوراګانې تابعيت مراسم په ياده نيټه ونه نيسي نو له هغوی څخه د تابعيت مراسم جوړولو واک اخيستل کيږي.

لومړی وزير وايي، " د اسټراليا  ملي ورځ سره د اسټراليا بڼه بدله شوه نو ځکه يې لمانځل پکار دي".

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وايي، د بومي اسټراليايانو تاريخ لمانځلو لپاره به يوه بله ملي رخصتی ورځ رامينځته کړي ولې دا يې نده روښانه کړې چې هغه به کومه ورځ وي.

د اسټراليا انستيتيوت لخوا يوه نظر پوښتنه ترسره شوې په کوم کې چې له اسټراليايانو څخه د ملي ورځ نيټې په اړه پوښتنه شوې.

يادې ټول پوښتنې کې ۵۶ سلنه خلکو ويلي چې دوی ته دا مهمه نده چې د اسټراليا ملي ورځ په کومه نيټه ولمانځل شي معنی داچې که د ملي ورځ نيټه بدليږي دوی ورسره ستونزه نه لري.

Australia Day Cupcakes
Lamington Topped Cupcakes, from an Australia Day BBQ. Source: iStockphoto

This article was originally published in January 2018 and updated in January 2020.


5 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Myles Morgan, Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now