چين کې د مقعد يا شا لخوا د کرونا ويروس معاينه کولو د خلکو غوصه پارولې

چين کيدای شي د نړۍ يواځينی هيواد وي چې د کوويډ-۱۹ معاينه د شا يا مقعد له لارې کوي.

Anal swab test

Source: Mothership/Getty

د بي بي سي انګليسي سررويس خبر له مخه چين ته له بهر څخه تلونکي مسافر کرونا ويروس لپاره د شا لخوا معاينه کيږي.

له هغه وروسته چې جاپاني اتباع له يادې معاينې څخه نا راحتي شريکه کړه جاپان له چين څخه غوښتي ترڅو دې د مقعد له لارې معاينه کول بند کړي.

چين هيواد چې دا مهال يې د کرونا ويروس کنټرول کړی د روان کال جنوری مياشت څخه يې د خلکو له شا څخه معاينه کول پيل کړي او له بهر څخه راتلونکي مسافر کرونا ويروس لپاره له شا يا مقعد څخه معاينه کوي.

چاپان سفارت سره د يادو معاينو په اړه معلوماتو شريکولو وروسته ياد هيواد له چين څخه د معاينو بندولو غوښتنه کړې.

د چين هيواد ځينو ښارونو کې خلک کرونا ويروس لپاره له مقعد څخه معاينه کيږي او چيني روغتيا ماهرين وايي، لدې لاري معاينې سره د کرونا ويروس موجوديت ژر معلومولی شي.

د مقعد له لار معاينه د مالوچ لرونکې الې په واسطه چې ۳-۵ سانتي متره يې اندازه ده مقعد کې دننه بيا هلته څو وارې تاوولو وروسته يې معاينه کوي.

تر دې دمه د چين دولتي چارواکو يادې مسلې په اړه غبرګون ندی ښودلی.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now