هند د کرونا ويروس خطرناکې څپې څخه تيريږي او پرلپسې د کرونا ويروس پيښې ډيريدو کې دي.
د رپوټونو له مخه هند لخوا ورکړل شوي شميرې کيدای شې څو برابره ډيرې وي نو همدې له وجې حالت لا نور هم کړکيچن ښکاري.
ولې هند کې پيښې ډيرې شوې؟
هند کې دا مهال د کرونا ويروس يو نوی ډول په خلکو کې خپريږي چې ياد ډول ته B.1.617 نوم ورکړل شوی.
هند کې ويروس خپل بڼه دوه وارې بدله کړې.
د ويروس بڼو بدليدل داسې وي چې هر کله ويروس د انسانانو په مينځ کې ډير وخت ته پاتې شي نو ويروس خپل بڼه او شکل بدلوي.
د کرونا ويروس په ځينو هيوادونو کې لکه جنوبي افريقا، برازيل، انګلستان او اوس په هند کې خپل شکل بدل کړی.
د کرونا ويروس خپل باندنی برخه کې اغزي شتون لري چې همدې اغزيو له لارې د انسان حجرو له لارې انسانانو ته ننوځي، ويروس همدغو اغزيو شکل بدلوي او د انسان د بدن دفاعي سيسټم پر وړاندې ستونزې جوړوي.
که چيرې ويروس خپل شکل ډير بدل کړي نو بيا د انسان دفاعي سيسټم يې پر وړاندې نا توانه کيږي او انسان کيدای شي له جدي ناروغۍ سره مخ شي.
ياد ويروس پر وړاندې جوړ شوي واکسينونه چې اصل کې سالم ويروسونه وي او د انسان بدن ته پيچکارۍ له لارې داخليږي او بيا همدا سالم ويروس د کرونا ويروس بدن ته ننوتلو سره يې پر وړاندې مقابله کوي او نه يې پريږدي د انسان بدن دفاعي اغيزمن کړي.
تر اوسه دا نده معلومه شوې چې ولې هند کې د کرونا ويروس دريمه څپه رامينځته شوه او هم ډيره خطرناکه ثابت شوه؟
ويل کيږي چې هند کې مذهبي ميلو کې د ميليونو کسانو ګډون او د هند ځينو ايالتونو کې ټاکنو ته کمپاين او ټاکنې ترسره کيدل يې عمده وجې په ګوته کوي.
هند کې لومړی د کرونا ويروس انګلستان بڼه خپره شوه او بيا وخت تيريدو سره ياد ويروس يو ځل بيا خپل شکل بدل کړ، يعنې هند کې د کرونا ويروس دوه وارې بدل شوی شکل په خلکو کې خپريږي.
بله خوا ځينو پوهانو ويلي چې کيدای شي کرونا ويروس لپاره جوړ شوي واکسينونه هند ډول ويروس باندې کار ونه کړي.
د فايزر شرکت يو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ياد واکسين د کرونا ويروس هند کې پيدا شوي نوي ډول باندې هم کار کوي.