یوه اسراییلي چارواکي او د الجزیرې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پولیسو په بیت المقدس کې د هوټل په هغه خونه چاپه وهلې چې الجزیرې ورڅخه د دفتر په توګه کار اخیست. دغه کار وروسته له هغه شوی چې د اسراییلو حکومت په دغه هېواد کې د الجزیري تلویزونې شبکې د فعالیتونو د بندیدو پرېکړه وکړه، یاده شبکه قطر هېواد پورې تړاو لري.
د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کابینې د قطر تلویزیوني چینل د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله او د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې تر دوام پورې یې دغه چینل بند کړ.
د الجزیرې سرچینې ویلي چې هوټل په ختیځ بیت المقدس کې و.
د حکومت په یوه بیان کې ویل شوي چې د اسراییلو د مخابراتو وزیر د "سمدستي عمل کولو" امرونه لاسلیک کړي، مګر لږترلږه د پارلمان یوه غړي چې د بندیدو ملاتړ یې کړی ویلي چې الجزیره لاهم هڅه کولی شي په محکمې کې د مخنیوي هڅه یې وکړي.
په بیان کې ویل شوي چې په اسراییلو کې د الجزیرې د دفترونو تړل، د نشراتي وسایلو ضبطول، د کیبل او سټلایټ له لارې د یاد تلویزیون د نشراتو بندول او د ویب پاڼو بندول شامل دي. په دې کې د الجزیرې د غزې د عملیاتو یادونه نه ده شوې.
الجزیرې ټلویزیوني شبکې دا اقدام یو "جنايي عمل" بللی او هغه تورونه یې رد کړي چې دغې شبکې د اسراییلو امنیت ته ګواښ رسولی دی.
یادې شبکې ویلي، دا حق لري ترڅو د بندولو د پرېکړې د ننګولو لپاره "ټول موجود قانوني چینلونه" تعقیب کړي.
دغې شبکې په یوه بیان کې ویلي "د الجزیرې رسنۍ دغه جنایتکارانه عمل چې بشري حقونو او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حق تر پښو لاندې کوي، په کلکه غندي او تقبح کوي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم پر دغه پرېکړه انتقاد کړی دی.
یاد دفتر پر خپله اکس یا ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ په اسراییلو کې د الجزیرې د بندولو لپاره د کابینې په پرېکړه خواشیني یو"
"یوه ازاده او خپلواکه رسنۍ د روڼتیا او حساب ورکونې د یقیني کولو لپاره اړینه ده. اوس له غزې څخه د راپور ورکولو په اړه خورا سخت محدودیتونه شتون لري. د بیان آزادي یو مهم بشري حق دی. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دا بندیز لرې کړي."
د اسراییلو پارلمان تېره میاشت یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې په موقت ډول په اسراییلو کې هغه بهرني تلویزیوني چینلونه بند کړي چې ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
قانون نتانیاهو او د هغه امنیتي کابینې ته اجازه ورکوي چې په اسراییلو کې د شبکې دفترونه د ۴۵ ورځو لپاره وتړي، دا موده تمدید کېدای هم شي. نو دغه امر کېدای شي د جولای تر پایه او یا هم په غزې کې د لویو پوځي عملیاتو تر پای ته رسیدو پورې پر خپل ځای پاتې شي.
قطر هغه ځای دی چیرې چې د حماس ډیری سیاسي مشران مېشت دي او هڅه کوي د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په معامله کې منځګړیتوب وکړي.
شریکول

