د اسرائیلو د ملي امنیت نوي وزیر، ایتامار بن ګویر د یکشنبې په ورځ ويلي چې پولیسو ته یې لارښوونه کړې ترڅو له عامه ځایونو څخه د فلسطین بیرغونه لیرې کړي.
د اسرائیلو په قانون کې د فلسطین بیرغ پورته کول ندي منع شوي، مګر پولیس او سرتیري حق لري، په هغو حالتونو کې چې دوی فکر کوي عامه نظم ته ګواښ دی لرې کړي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې نیول شوې چې تېره اوونۍ یوه فلسطیني زنداني له خوشې کېدو وروسته، د اسرائیلو په شمال کې خپل کلي ته د ستنېدو پرمهال د فلسطین بیرغ پورته کړی.
یاد زنداني په ۱۹۸۳ کال کې د یوه اسرائیلي سرتېري د تښتولو او وژلو په تور محکوم شوی و.
ښاغلي بن ګویر په یوه بیان کې ویلي چې د فلسطین د بیرغ پورته کول د ترهګرۍ په ملاتړ یو عمل دی.
"دا نشي کېدای چې قانون ماتونکي د ترهګرۍ بیرغونه پورته کړي، ترهګري وهڅوي، نو ما له عامه ځایونو څخه د ترهګرۍ د ملاتړ بیرغونو لرې کولو او د اسرائیلو پر وړاندې د هڅونې د بندولو امر وکړ."
په اسرائیلو کې عربان د نفوس شاوخوا پنځمه برخه جوړوي او ډیری یې د هغو فلسطینیانو اولادونه دي چې د ۱۹۴۸ کال د خپلواکۍ له جګړې وروسته په نوي تاسیس شوي دولت کې پاتې شوي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

