ولې روژې مياشت کې له یو ملیون څخه ډیر خلک د سيډني ښار يوه ښارګوټي ته ځي؟

د سيډني ښار لکيمبا هالډون کوڅه هر کال له ټول ايالت څخه له يو ميليون ډير خلک ځانته راجذبوي او ياد سرک د Ramadan Night يا 'روژې د شپې' په نوم پيژندل کيږي.

A man and two girls pose on a street at night.

Abou Abdullah, Soukaina and Yasmin heard about the Lakemba markets on TikTok. Source: SBS / Rayane Tamer

کله چې لمر لویږي، ښایسته څراغونه او د لمر په څیر ډیزاینونو ټوله کوڅه او لارې روښانه کوي.

د قرآن کریم د تلاوت غږ په سړکونو کې اوريدل کيږي، او د شاوخوا ۷۰ خواړو سټالونو جوړوونکي خپل خواړه نندارې ته وړاندې کوي

سږ کال د سوریې او ترکیې زلزلې قربانیانو لپاره د بسپنې راټولولو چارې هم پر مخ وړل کيږي.

دا اصل کې د ډيرو اسټراليايانو باور څخه لرې په اسټراليا کې فعاله ځای دی چې د روژې مياشت پر ټولو شپو له يو ميليون څخه ډير کسان راجذبوي.

ياد ښارګوټۍ لکيمبا نوميږي چې د سيډني ښار جنوب لويديځ کې موقيت لري.

دا ښار شاوخوا ۱۷۰۰۰ اوسیدونکي لري، چې ۶۰ سلنه یې مسلمانان دي. مګر پدې مياشت کې اوسيدونکي يې تمه لري چې روژې دوران کې نړيوالو ښکلو خوراکونو لپاره له ۱.۲ ميليونو ډير خلک راجذب کړي

People walk through a street with decorations hung up.
More than a million people are expected to attend Ramadan Nights Lakemba. Source: AAP / Steven Saphore

ډیری مسلمانان د روژ ماتي لپارره ياد بازار ته ځي ولې مسلمانان سربيره نور ګڼ شمير غير مسلمانان هم ياد مارکيټ ده خوراک لپاره ځي.

د Ramadan Nights Lakemba د مارچ له ۲۱ څخه تر اپریل ۲۰ پورې د ماسپښین له ۴ بجو څخه تر شپې ۳ بجو پورې خلاص وي.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Rayane Tamer

وړاندې کوونکی SBS Pashto

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now