ولې د ملبورن ښار يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راغی؟

آيا ولې د اسټراليا ملبورن ښار يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راغی او ياد ښار اوسيدونکي کوربند شول.

Abdul Basir

Source: SBS Pashto

د اسټراليا ويکټوريا ايالت يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې دی او ورځ تر بلې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير لوړيدو حال کې دی.

د اسټراليا نورو ايالتونو کې د کوربند محدوديتونو کې نرمښت راوړلو سره د خلکو ژوند نورمال حالت غوره کړی ولې بله خوا ويکټوريا کې د پرلپسې ډير شمير پيښو له امله ايالتي حکومت پريکړه وکړه ترڅو له سبا شپې وروسته به شپږو اونيو لپاره د ملبورن ښار اوسيدونکي يو ځل بيا کوربند کړي.

ملبورن ښار کې ميشت د روغتيا برخې کار کوونکي عبدالبصير له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کړې.

ښاغلي ياد ايالت کې د حالت بيرته خرابيدو وجه ځينو ټولنو کې اقتصادي ستونزې يا فقر، پر انګليسي ژبه نه پوهيدل او يا معلومات ورته د هغوی په ژبه نه رسيدل او د خلکو لخوا پر حکومتي تدابيرو نه عمل کول يادوي.

د کرونا ويروس لپاره تر دې دمه کوم واکسين ندی رامينځته شو، بيا بله خوا نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير هم ورځ تر بلې لوړيدو حال کې دی.

ښاغلی عبدالبصير د اسټراليا ملبورن ښار کې د روغتيا ودې برخه کې کار کوي او د نوموړي په وينا، د کرونا وبا دوران کې خلک بايد ډير خپل رواني حالت او خواړو ته ځانګړی پام وکړي.

اوسمهال د کرونا ويروس لپاره واکسين او يا درملنې نه شتون سره خلکو ته پکار ده ترڅو حکومتونو لخوا لار ښوونو باندې عمل وکړي ترڅو خپل ځان او ټولنه لدې ويروس څخه وژغوري.
اسټراليا په شان پر مختللو هيوادونو کې بله ستونزه داده چې ډير بهرني کسان کوم چې لوی عمر کې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي هغوی د خپل هيوادونو رسنۍ او هم ټولنيزې رسنۍ تعقيبوي. ډير وخت همدا ټولنيزې رسنۍ ناسم معلومات خپروي چې دا عمل اسټراليا کې څو کلتوريزې ټولنې له ستونزو سره مخ کړي او حکومت هڅه کوي ترڅو دوی ته پر خپل ژبه سم معلومات ورسوي.

کرونا ويروس سره تړلي ډير مهم معلومات په مرکه کې شتون لري تاسې د ښاغلي عبدالبصير بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

-------------------------------------------------------------------------

اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
ولې د ملبورن ښار يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راغی؟ | SBS Pashto