په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوي دي

په سعودي عربستان کې د ارامکو شرکت د تېلو پاکولو په مرکز ډرون او توغندیزو بریدونو په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړي دي.

Fuel prices

Source: AAP

د تېرې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په بقیق ښار کې د ارامکو شرکت د تېلو پاکولو په یوه لوی مرکز برید ترسره شو او تر هغې وروسته نړیوالو بازارونو ته د تېلو تولید شاوخوا ۵ سلنه کم شو چې له دغه کار سره د تېلو بیې په نړیوالو بازارونو کې لوړې شوې.

د اقتصادي چارو شنونکو، د استرالیا اوسیدونکو ته هم خبردارۍ ورکړی چې سعودي عربستان کې د تیلو پر مرکز برید به په استرالیا کې هم د تېلو په بیو اغېز ولري.

د فیول ټرک اداره، د اسټرالیا او نوي زیلڼد اوسیدونکو ته د تېلو دمارکېټ په اړه معلومات وړاندې کوي. د دغې ادارې عمومي مدیر، جیف ټروټر وايي، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو په تولید کې کموالی کیدای شي د استرالیا په مارکېټونو کې د هر لیتر تېلو بیه له ۱۰ تر ۱۲ سنټو پورې لوړه کړي. 

په سعودي عربستان کې د ارامکو شرکت د تېلو په چاڼځیو له برید وروسته یو شمېر امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې د دغه برید ترشا ایران لاس لري خو ایران دغه تورونه رد کړه او په یمن کې ایران پلوه هوثي ډلې د برید مسولیت په غاړه واخیست.

وروستي راپورونه ښيي چې امریکا ته هغه ځای معلوم شوی، له کوم ځای څخه چې د سعودي عربستان د تېلو د پاکولو مرکز په نښه کړی دی. د بي بي سي شبکې د رپوټ پر اساس یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، له کوم ځای څخه چې برید شوی هغه د ایران په سویل کې موقعیت لري.

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS News, Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now