د آسټرالیا په پلازمینې کنبرا کې هر دوه کاله وروسته یو کلتوري پروګرام په لاره اچول کېږي چې د Windows to the world په نوم یادېږي.
دغه پروګرام دوه ورځې دوام لري چې په دغو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو سفارتونه خپلې دروازې د عامو خلکو په مخ خلاصوي ترڅو خلک د نړۍ مختلف کلتورونه، دودونه، خواړه، موسیقي، هنر او حتی د سفارتونو دننه ودانۍ له نږدې وګوري.
د اکټوبر په ۱۸مه نېټه په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت هم خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانستې وې ترڅو عام خلک د افغانانو له کلتور او هنر څخه لیدنه وکړي.
په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي چې سږکاله شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د افغانستان له سفارت څخه لیدنه کړې ده چې په کې دولتي چارواکي، ډیپلوماټان، پوهان، هنرمندان، د افغانانو د ټولنې غړي او د نورو هېوادونو اتباع شامل و.
د ورځې په اوږدو کې ګډونوالو ته د افغانستان د غني کلتور، لرغوني تاریخ او کلتور بېلابېل اړخونه نندارې ته وړاندې شول.
د افغانستان د تاریخ او کلتور ترڅنګ په آسټرالیا کې د اوښبه افغانانو د تاریخ کتابونه او اسناد هم نندارې ته وړاندې شوي.
په آسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر، وحیدالله ویسي ویلي چې د افغانانو د کلتور او اصلي ارزښتونو د نندارې ترڅنګ، د دې پروګرام یوه موخه د افغانستان او آسټرالیا د خلکو ترمنځ د کلتوري اړیکو پیاوړتیا وه.
ښاغلي ویسي همداراز د ټولو ګډونوالو له تود هرکلي مننه کړې او د سفارت د کارکوونکو او د افغانانو د ټولنې د غړو هڅې یې ستایلي دي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

