لومړی داچې دا هر څه څنګه پيل شول؟
دوه اتومي هيوادونه کوم چې د جګړو اوږد تاريخ لري، د دواړو هيوادو وګړي پر خپلو ولسمشرانو فشار ډير کړی ترڅو نظامي ګام پورته کړي.
واورو باندې پوښل شوو غرنۍ سيمه د دوو هيوادو نظاميانو لخوا له ۷۰ کلونو راهيسې اشغال شوې.
پدې وروستيو څو ورځو کې داسې اټکل کيده چې د پاکستان او هند ترمينځ به جګړه پيل شي.
د چهار شنبې په ورځ هندي او پاکستان جيټ الوتکې له يو بل سره مخامخ شوې او لانجمنې پولې تر څيرمه يې پر يو بل بريد وکړ.

يو هندي جنګي الوتکه پاکستان لخوا وويشتل شوه او پاکستان نظاميانو د يادې جنګي جيټ الوتکې پيلوټ ونيوه.
د دواړو هيوادو جنګي الوتکې يوه ورځ وروسته له هغه پيښې سره مخامخ شوې کله چې هندي جيټ الوتکو بالاکوټ سيمه بمبار کړه.
هند پوځ ادعا وکړه چې د جيش محمد ترهه ګرې ډلې کمپونه يې له مينځه ويوړل او ياده ډله د فبروری ۱۴ نيټې جنوبي کشمير سيمه کې له ۴۰ څخه ډيرو هندي پوځيانو وژلو د بريد پړه منلې.
پاکستان ويلي چې پر هندي ځواکونو ياد بريد کې پاکستان لاس نه لري.
دا مهال د پاکستان او هند ترمينځ د جګړې پيليدو ويره پر خپل ځای ده.
انګليسانو لخوا د هند او پاکستان ويش وروسته د کشمير سيمې کړکيچ ۷۰ کاله وړاندې کيښودل شو.
د پاکستان او هند ترمينځ جګړو ريښې کومې دي؟
کله چې انګلستان هند کې خپله مستعمره ختمه کړه نو ۱۹۴۷ کال کې يې دا پريکړه وکړه ترڅو پاکستان چې ډيره کې د مسلمانانو اوسيدو سيمه وه له هند چې ډيره کې هندوانو اوسيدو سيمه وه له يو بل سره جلا کړي.
هغه وخت کې بنګله ديش د پاکستان برخه وه ولې بيا ۱۹۷۱ کې بنګله ديش هم له پاکستان څخه خپله آزادي واخيستله.
د هند او پاکستان ويش وروسته مذهبي شخړو زور واخيست او تاوترېخوالو د سلهاوو زرو کسانو ژوند واخيست.

د کشمير موضوع د پاکستان او هند ويش پر مهال روښانه نه شوه او ياده غرنۍ سيمه کې ډير مسلمانان ميشت دي.
ياده سيمه تل د يو ځايي شهزاده لخوا اداره کيده، ولې هند او پاکستان ويش وروسته دواړو هيوادو پر کمشير جګړه پيل کړه او دواړو خواوو خپل پوځيان يادې سيمې ته واستول ترڅو ياده سيمه خپل کنټرول لاندې راولي. پاکستان د کشمير له دريو برخو څخه يوه او هند بيا دوه برخې خپلې ولکې لاندې لري.
هغه وخت کې د کشمير شهزاده يو تړون لاسليک کړ ترڅو ټول کشمير د هند برخه شي ولې بيا وروسته ملګرو ملتونو وويل چې بايد کشمير کې ټاکنې وشي ترڅو خلک دا پريکړه وکړي چې د کوم هيواد برخه کيدل غواړي.
هغه ټاکنې هيڅکله ترسره نه شوې، همدا ده چې اوس دواړه هيوادونه له يو بل سره پر هغې سيمې جګړه کوي کومه چې يو وخت د يادې سيمې شهزاده اداره کوله.
هند او پاکستان دواړه غواړي ترڅو ټول کشمير خپل ولکې لاندې راولې، همدا ده چې ياده سيمه د جګړې ډګر جوړ شوی.

هند کنټرول لاندې کمشير کې مسلمانې اورپکي ډلې تل پر هندي پوځيانو بريد کوي ترڅو هندي پوځيان له کشمير څخه وباسي او مهمه خبر داچې پاکستان د ډيرو همداسې ډلو ملاتړ کوي کوم چې هند خلاف وسلې پورته کوي او ويستلو کوښښ يې کوي.
د پاکستان په ملاتړ بيا ځيني اورپکې ډلې حتی هند کې دننه هم ترهه ګريز بريدونه ترسره کوي چې يوه بيلګه يې ممبی کې د ۲۰۰۸ کال بريد وه کوم کې چې ۱۶۰ کسان ووژل شول.
اوس ولې حالت کړکيچن شو؟
د اوسني شخړې رامينځته کيدو لوی لامل د فبروری ۱۴ نيټه باندې کشمير کې پر هندي پوځيانو ځانمرګی بريد دی کوم کې چې له ۴۰ ډير هندي پوځيان يې ووژل. دا پر هندي پوځيانو تيرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو خونړۍ بريد ګڼل کيږي.
نږدې راتلونکې کې هند کې ټاکنې ترسره کيږي او د هند لومړي وزير نريندرا مودې باندې فشار لا ډير دی ترڅو پاکستان خلاف پوځي عمليات ترسره کړي او بدل ترې واخلي.

بله خوا پاکستان نوی لومړی وزير عمران خان لري، کوم چې د پاکستان د پوځ بشپړ ملاتړ له ځانسره لري.
عمران خان غواړي هند ته وښايي چې که چيرې د پاکستان اقتصاد کمزوری هم دی ولې بيا هم هند خلاف دريدلی شي.
عمران خان له چين او سعودي عرب څخه د ملاتړ او مرستو هيلې لرې.
ايا امريکا او نړۍ نور قدرتونه به د هند او پاکستان اوسنۍ کړکيچ ارامه کړي؟
د سه شنبې په ورځ د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د هند او پاکستان مشرانو باندې غږ وکړ ترڅو د حالت لا نور خرابيدو مخه ونيسي. د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پر پاکستان غږ وکړ ترڅو خپل هيواد کې ترهه ګرو ډلو خلاف دې معنی داره عملي ګامونه پورته کړي.
د ولسمشر ټرمپ حکومت دوران کې د پاکستان پر وړاندې د امريکا بهرنۍ پاليسي بدله شوې.
يو وخت پاکستان له امريکا څخه ډيره نظامي بوديجه ترلاسه کوله ولې اوس امريکا پام هند ته اړولی او پر پاکستان يې مرستې بندې کړي.
بيا بله خؤا چين د پاکستان د نږدې دوست او هم مالي مرسته کوونکي هيواد ځای خپل کړی.
وروستی شخړې وروسته چين پر هند او پاکستان غږ کړی ترڅو له نورو شخړو دې لاس واخلي او زغم دي خپل کړي.
لدې وروسته څه کيږي؟
همداسې ورته حالت په کال ۲۰۱۶ کې هم رامينځته شوی وپ کله چې اورپکو د هند پر نظامي اډې بريد وکړ. هغه مهال هند له پاکستان څخه سرحد نه واوښتل او اورپکو خلاف يې پاکستان کې دننه عمليات وکړل.
پاکستاني پوځ بيا د هند لخوا د داسې عملياتو خبر رد کړې.
پر هند او پاکستان کتاب ليکونکې ميرا مکډونالډ وايي چې د هند لخوا پاکستان خاوره کې دننه عملياتو خبر کره وه او هغه وخت کې د هند تر شا د لويدځ ملاتړ وه.

اوس چې د هند او پاکستان ترمينځ شخړې يو ځل بيا زور واخيست او د هند جنګي الوتکې نسکوريدو او پاکستان لخوا د پيلوټ نيول حالت نور هم کړکيچن کړي او امکان لري چې هند به ځوابي عمل ترسره کړي.
د ګلوبل پوهنتون بهرنيو اړيکو څانګې مشر سريرام چاوليا وايي، د پاکستان او هند ترمينځ نظامي کړکيچ لا ډيريدو امکان شته او کيدای شي همدې کړکيچ دوران کې په هند کې ځانمګري بريدونه ترسره شي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان پر هند غږ کړی ترڅو د مسلې حل د خبرو له لارې رامينځته شي. ښاغلي ويلي چې هرې لوی جګړې له تمې ډير ويجاړی رامينځته کړی او د هند او پاکستان د جګړې تباهيي کچه بايد غلط تعبير نشي.

