د اسټراليا لومړي وزير مالکوم ټرنبل ژمنه وکړه ترڅو له افغانستان سره به خپله همکاري جاري ساتي او راتلونکو دريو کلونو لپاره يې د ۳۲۰ ميليونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يو تاريخې سفر اسټراليا ته راغلی او راتګ سره يې د هزاروو لګکيو له مظاهرې سره مخ شو. ياد مظاهره کوونکو بيلابيل شعارونه له ځانسره لرل ولې ډيره کې شعارونه يې د جنبش روشنايي ګوند شعارونه ول کوم چې وايي افغانستان کې هزاره ګانو سره توپيري چلند کيږي او هم د بريښنا ليږد لارې بدلون خلاف يې مظاهرې کولې.
ولې د اسټراليا لومړي وزير د ولسمشر غني تود هر کلی وکړ او وويل چې اسټراليا به پر افغانستان خپل فوکس ساتي او هم پر خپلو مټو دريدو لپاره به ورسره مرسته کوي.
دوړه هيوادونه به بيا رغونې، تعليم، ښځو او انجنو لپاره کار، کرنې، د اوبو ساتلو برخه، د افغانانو روزنه او هم فساد سره مبارزې برخه کې همکاري کوي.
اسټراليا دا ژمنه هم وکړه چې د معدن برخه کې به افغانستان سره مرسته کوي ځکه چې اسټراليا معدن برخې کې ډير پرمختللې ټکنالوژي کاروي او دا افغانستان معدن را ويستلو کې هم ګټور ثابت کيدای شي.
دا مهال افغانستان کې ۲۷۰ نظامي کار کوونکي د افغان ځواکونو په روزنه کار کوي

