امريکا او سعودي عرب مشرانو اعلان وکړ چې سعودي کې به د ترهه ضد مرکز جوړيږي کوم چې به د امريکا ملاتړ له ځانسره ولري.
ياد مرکز به په سيمه او اسلامي نړۍ کې ترهه ګری ضد کار کوي ترڅو اسلامي نړۍ او هم نورو هيوادو ته ورپيښ خطرونه له مينځه يوسي.
يادې سترې ناستې کې د امريکا او سعودي مشرانو پر ايران نيوکې وکړې او وويل چې ايران په سيمه کې نا امنې رامينځته کړې او هم ګاونډي او سيمې هيوادو داخلي مسايلو کې مداخله کوي.
سعودي عرب اوس وخت لپاره له امريکا څخه به د شاوخؤا ۱۰۰ ميلياردو ډالرو وسلې پيرې او راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره به له امريکا څخه د ۳۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت نورې وسلې اخلي.
عربي هيوادو د ډونالډ ټرمپ د لور موسسې سره ۱۰۰ ميليونو ډالرو مرسته وکړه.

ويل کيږي چې له سعودي عرب سره د امريکا وسلو قرارداد کې د ډونالډ ټرمپ زوم مهمه رول لوبولی او ياد قرارداد يې په دوو اونيو کې بشپړ او د امريکا او سعودي ولسمشرانو له خولې يې نړۍ سره شريک کړ.
د ډونالډ ټرمپ سعودي کې بې څارې ميلمه پالنه شوې او پر امريکا د عربو پيسو باران بې څاری وه.
ډونالډ ټرمپ اسلامي هيوادو مشرانو ته وينا په دوران کې د افغان ځواکونو د ميړانې ستاينه وکړه او وويل چې افغان پوځ خپل وطن دفاع لپاره ډيره قرباني ورکړې.
سعودي عرب او ځينو نورو عربي هيوادو د ډونالډ ټرمپ د لور يوې خيريه موسسې سره چې ښځو برخه کې کار کوي ۱۰۰ ميليونو ډالرو مرسته وکړه.
د يادې مرستې په غبرګون کې ډير کار پوهان وايي چې دا يو غير قانوني کار دی ځکه چې د ډونالډ ټرمپ لور اوس د امريکا حکومت ستره مشاوره ده او نه بايد داسې پيسې خپلو موسسو لپاره ترلاسه کړي.
اسلامي هيوادو مشرانو په سترې ناستې کې ټولو پر هغه کړۍ وغندلې کوم چې اسلام نامه لاندې ترهه ګريز فعاليتونه کوي.
د ډونالډ ټرمپ په وينا د ترهه ګری ۹۵ سلنه قرباني خپله مسلمانان دي.

