امريکا پر پاکستان د ۱،۳ ميلياردو ډالرو پيسو مرسته بنده کړه او له پاکستان څخه يې غوښتي چې ترهه ګرۍ سره مبارزې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ فاکس نيوز سره تازه مرکه کې ويلي چې مونږ پاکستان ته ۱.۳ ميليارده ډالر هر کال ورکولې حال داچې اسامه بن لادن پاکستان کې وه او پاکستاني چارواکو ته د هغه ځای معلوم وه ولې مونږ ته يې نه ښودلو.
ښاغلي ويلي چې نور پاکستان ته هر کال ۱،۳ ميليارد ډالرو مرسته نه ورکوو او دا پيسې ما بندې کړې ځکه پاکستان مونږ لپاره هيڅ نه کوي.
ښاغلي ټرمپ خپلې مرکې دوران کې وويل چې پاکستان ترهه ګرۍ سره مبارزې برخه کې لږ څه کړي ولې د هغې بدل کې يې له امريکا څخه د ميلياردو ډالرو پيسې اخيستي.
د امريکا او پاکستان اړيکو کړکيچ د ډونالډ ټرمپ ادارې لخوا په ښکاره ډول څو وارې څرګند شوي او امريکا کې سياسي کړۍ پدې اند دي چې د افغانستان جګړې تر شا پاکستان پراخ لاس لري.
پاکستاني حکومت تل دا ويلي چې د ترهه ګرۍ قرباني دی او ورسره مبارزې برخه کې يې ستره قرباني ورکړې ولې د پاکستان دا دريځ هغه وخت له شک سره مخ شو کله چې اسامه بن لادن د پاکستان ايبټ آباد کې د امريکا ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو.
د امريکا ولسمشر تير کال اګيسټ مياشت کې د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره خپله تګلار اعلان کړه او هغه وخت کې يې پر پاکستاني حکومت سختې نيوکې وکړې او هغه وويل چې پاکستان هغه ډله کسانو ته پټنځايونه ورکوي کوم چې افغانستان کې افغانان او امريکايان وژني.
سيپټمبر مياشت کې امريکا د پاکستان ملي اوردو لپاره ۳۰۰ ميليونو ډالرو مرسته ځکه بنده کړه چې د امريکا حکومت په وينا پاکستان ترهه ګرو سره مبارزې برخه کې کافي اندازه کار نه کوي.

