د ټرمپ په وينا مظاهره کوونکي سنا مجلس ته ننوتي او پوليس هڅه کوي ترڅو د ودانۍ کنټرول ترلاسه کړي

د ټرمپ ملاتړو له ټاکنو پايلو خلاف له هغه وروسته مظاهرو ته مخه کړه کله چې ټرمپ هغوی ته وينا کې ځان د ټاکنو بريالی اعلان کړ او د ټاکنو غلا کيدو يادونه وکړه. مظاهره کې يوه ميرمن د پوليسو په ډزو وژل شوې.

Protestors enter the Capitol building during a joint session of Congress in Washington, DC on Wednesday, January 6, 2021

Protestors enter the Capitol building during a joint session of Congress in Washington, DC on Wednesday, January 6, 2021 Source: Chris Kleponis/Sipa USA

د ډونالډ ټرمپ سلګونو قهريدلو پلويانو د ټاکنو پايلو خلاف مظاهرې کړي او د کانګرس پر ودانۍ ننوتلي. يادو مظاهرو کې تر دې دمه د يوې ميرمنې وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

د ټرمپ پلويانو له هغه وروسته مظاهرو باندې لاس پورې کړ کله چې نوموړي د ټاکنو پايلو غلا کيدو او هم د خلک مظاهرو ته هڅولو په اړه وينا وکړه.

مظاهرو دوران کې د امريکا کانګرس يا سنا مجلس ناسته درلوده او د ولسمشر د واک ليږد پر سر يې بحث کاوه.

ټرمپ مظاهره کوونکو ته ويډيويي پيغام کې يو ځل بيا په ټاکنو کې د درغلی خبر کړې ولې ترڅنګ يې له هغوی د ارامی غوښتنه وکړه او هغوی ته کور ته تللو سپارښتنه وکړه.

د پوليسو او ملي ګارډ لخوا د امريکا کانګرس ودانۍ کنټرول ترلاسه کولو وروسته د ګانګرس غړو خپل ناسته يو ځل بيا پيل کړه.

د امريکا پر ودانۍ بريد د نړۍ هيوادونو مشرانو لخوا غندل شوې.

 

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS News

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now