Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د ښځو د فوټبال نړیوالې سیالۍ د آسټرالیا په کومو ښارونو کې ترسره کېږي؟

د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړیوالې سیالۍ د آسټرالیا او نوي زیلنډ د ۹ ښارونو په ۱۰ لوبغالو کې ترسره کېږي.

FIFA 2023, Sydney Opera House
Source: Wall Street Journal

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په آسټرالیا او نوي زیلنډ کې د هغو ښارونو نومونه اعلان کړل چې ټاکل شوې د ښځو نړیوال جام سیالۍ په کې ترسره شي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د پرېکړې پر اساس به د ۲۰۲۳ کال سیالۍ په سیډني، ملبورن، برزبن، آدېلېډ، پرت، آکلنډ، ویلنګټن، ډانیدن او هملټن ښارونو کې ترسره شي.

د ښځو د فوټبال نړیوالې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۴ ټیمونو پر ځای د ۳۲ ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي. د فیفا سازمان وايي چې د ښځو نړیوال جام سیالیو وروستۍ لوبه به د سیډني په ښار ترسره شي.

FIFA 2023, Sydney Opera House
د آسټرالیا د سیدڼي اوپرا هاوس ودانۍ Source: Twitter/Foodball Australia

د ښځو فوټبال نړیوالې سیالۍ له ۱۹۹۱م کال راپدېخوا په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي. تېر ځل د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د فرانسې په ۸ ښارونو کې په لاره اچول شوې وې چې د امریکا د فوټبال لوبډلې بریا په خپل نوم ثبت کړه. مګر راتلونکې نړیوالې سیالۍ د آسټرالیا او نوي زیلنډ هېواودونو په ۹ ښارونو کې ترسره کېږي.

د فوټبال نړیوال سازمان د تېر کال په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د ښځو فوټبال نړیوالې سیالۍ به د ۲۰۲۳ کال د جولای او اګسټ په میاشتو کې په لاره واچول شي. ټاکل شوې ترڅو د ټولو لوبو لېست د روان کال تر پایه پورې اعلان شي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now