د ويکټوريا ايالت دا مهال د کويډ-۱۹ لمن کې دی او ورځ تر بلې د کويډ-۱۹ نوو پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي، د ياد ايالت حکومت خلک هڅوي ترڅو د کرونا ويروس معاينه وکړي.
د اسټراليا ويکټوريا ايالت حکومت اعلان وکړ، هر هغه کار کوونکی چې د کويډ-۱۹ معاينه کوي او د معاينې پايلې ته انتظار وباسي هغه ته د حکومت لخوا ۳۰۰ ډالر ورکول کيږي.
دا پيسې حکومت لخوا ځينو شرايطو له مخه ورکول کيږي.
بله خوا که کوم کاريګر کويډ-۱۹ لپاره معاينه وکړي او د هغه معاينې پايله مثبت راشي او ياد کس بيا ۱۴ ورځو لپاره کور کې قرنطين کيږي حکومت بيا داسې کسانو بيا ۱۵۰۰ ډالر ورکوي.
۳۰۰ ډالر ورکولو سره حکومت خلک هڅوي ترڅو د کويډ-۱۹ معاينه وکړي او که چيرې ځيني کسان ناروغه وي له معاينې وروسته دا ويروس نورو خلکو ته انتقال نه کړي.
۳۰۰ ډالر ترلاسه کولو لپاره دا مهمه نده چې ستاسو د کويډ-۱۹ معاينې نتيجه مثبت يا منفي وي.
د يادو پيسو ترلاسه کولو لپاره شرايط په لاندې ډول دي.
تاسې بايد ۱۷ کلونو څخه ډير عمر ولرئ.
د ويکټوريا ايالت اوسيدونکي اوسئ.
کويډ-۱۹ معاينې کولو او د هغې پايلو ته انتظار ويستلو وخت کې کيدای شي تاسو کار کړی وای.
خپل کار ځای څخه کوم تنخوا يا بل رقم د پيسو نه ترلاسه کوئ.
کار لخوا تاسو ته رخصت نه وي درکړل شوی،
JobKeeper يا نورې حکومتي پيسې نه ترلاسه کوئ.
د ويکټوريا ايالت د پيسو دا مرسته داسې حال کې اعلانوي چې د ياد ايالت صدراعظم ډينيل انډريوز د چهار شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، له هرو ۱۰ کسانو څخه ۹ زکام ورته نښو وروسته بيا هم کار ته ځي او ځانونه نه قرنطين کوي.
د ياد ايالت حکومت وايي، کار کوونکو ته د ۳۰۰ او هم ۱۵۰۰ ډالرو مرسته کولی شي خلک وهڅوي ترڅو کويډ-۱۹ لپاره معاينه وکړي او د روغتيا اړين تدابير عملي کړي.
ويکټوريا ايالت کې ځيني کسان پدې نه پوهيدل چې ايا کويډ-۱۹ معاينې وروسته دوی ځان کور بند کړي او که نه، د ياد ايالت صدراعظم دا مسله روښانه کړه او وويل، هر هغه کس چې کويډ-۱۹ لپاره معاينه کيږي هغه بايد تر هغه ځان کور بند کړي ترڅو يې چې د معاينې پايله يا نتيجه نه وي معلومه شوي.