د کريکټ نړيوالې شورا له هغه وروسته غبرګون وښود چې طالبانو د ښځو پر سپورتي لوبو بنديز خبر ورکړ

د کريکټ نړيوالې شورا له هغه وروسته بيان خپور کړ کله چې اس بي اس نيوز او پښتو خپرونې په ګډه هغه مرکه خپره کړه چې د طالبانو د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق د ښځو پر سپورتي لوبو بنديز خبر وکړه. د کريکټ نړيواله شورا د بشپړ غړيتوب يو شرط دادی چې يو هيواد بايد دواړه ښځينه او نارينه ټيمونه ولري.

Rashid Khan

Noor's hero, Afghanistan's Rashid Khan celebrates after taking wicket at the 2019 Cricket World Cup Source: Getty

کريکټ نړيواله شورا يا ICC د اس بي اس ځانګړي رپوټ وروسته خپل دريځ روښانه کړ.

د کريکټ نړيوالې شورا ترڅنګ د اسټراليا کريکټ بورډ هم د افغانستان او اسټراليا ترمينځ د ټيسټ لوبو نه ترسره کيدو خبر ورکړ.

د اسټراليا کريکت بورډ اعلان وکړ، که طالبان د ښځو کريکټ لوبيدو ته اجازه نه ورکوي د اسټراليا او افغانستان راتلونکې کريکټ لوبې هم لغوه کيږي.

د طالبانو د کلتوري کميسيون مرستيان احمدالله وثيق له اس بي اس سره خبرو کې وويل، " زه فکر نه کووم چې ښځې به سپورتي لوبو کولو ته پريښودل شي، ځکه هغه ضروري کارونو کې نه شميرل کيږي چې ښځې کريکټ وکړي.

" په کريکټ کې هغوی کيدای شي داسې حالت سره مخ شي چې د هغوی صورت او عورت ښکاره شي، اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي چې داسې حالت سره مخ شي."

د اسټراليا فدرال حکومت د طالبانو له ياد دريځ وروسته له کريکټ نړيوالې شورا څخه وغوښتل چې پر يادې موضوع دريځ څرګند کړي.

د کريکټ نړيوالې شورا اس بي اس ته استول شوي ليک کې ويلي، د کريکټ نړيواله شورا د ښځو کريکټ ودې ته ژمنه ده ترڅو اوږدې مودې لپاره ښځې د کريکټ برخه اوسي، ولې د طالبانو لخوا د ښځو کريکټ څخه منع کول د انديښنې وړ خبر ده.

د کريکټ نړيواله شورا وايي، سره لدې چې افغانستان کې ښځې مذهبي او هم کلتوري ستونزو سره مخ وې، ولې ۲۰۱۷ کال وروسته چې کله افغانستان د کريکټ نړيوالې شور بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ پدې برخه د کريکټ کې ډير پرمختګ شوی.

نړيواله شورا وايي، دوی افغانستان کې بدليدونکی حالت څاري او پر دې انديښنه څرګندوي چې پدې وروستيو کې رسنيو له لارې داسې رپوټونه خپاره شول چې طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې کريکټ لوبې وکړي.

د کريکټ نړيواله شورا به راتلونکې ناسته کې پر دې مسلې بحث وکړي.

افغانستان د کريکټ ۱۲ بشپړ غړيتوب لرونکو هيوادونو څخه يو دی کوم چې د نورو خلاف ټيسټ لوبې هم کولی شي.

ولې د طالبانو لخوا وروستي اعلان د افغانستان کريکټ نړيوالې شورا سره غړيتوب په شک کې اچولی، ځکه بشپړ غړيتوب لرونکي هيوادونه بايد دواړه ښځينه او نارينه لوبډلې ولري.

د يو هيواد کريکټ غړيتوب کې بدلون راوستل بايد د کريکټ نړيوالې شورا لخوا ومنل شي.

د افغانستان او اسټراليا ترمينځ تاريخې ټيسټ لوبه چې په پام کې وه د استراليا هوبارټ ښار کې نومبر مياشت کې ترسره شي د اسټراليا کريکټ بورډ لخوا لغوه کيدونکې ده.

د اسټراليا کريکټ بورډ او د کريکټ نړيواله شورا به راتلونکې لوبې په اړه له خبرو وروسته پريکړه کوي.

داچې ايا د افغانستان کريکټ راتلونکی له خطر سره مخ کيدلی شي، ښاغلي وثيق وويل، " حتی دې لپاره که له ستونزو سره هم مخ شو، مونږ همدې دين لپاره جګړه کړې چې اسلام پلي کړو، مونږ به خپل ارزښتونو څخه پر شا نشو که حتی دې خلاف غبرګون هم موجود وي. 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now