د نړۍ تر ټولو ډير او هم لږ خوشحاله هيوادونو کلني ليسټ کې فينلينډ لومړۍ او افغانستان وروستی ځای خپل کړی.
دا څلورم کال دی چې فنلنډ هيواد پرلپسې لومړی مقام خپل کوي.
د نړۍ لسو خوشحاله هيوادونو کې ډير شمير يې اوروپايي هيوادونه دي چې له فنلنډ وروسته ډنمارک، سويس، ايسلنډ او هالنډ هيوادونه شامله دي.
لسو غوره هيوادونو کې له اوروپا بهر نيوزيليند هيواد نهم ځای خپل کړی ولې بيا ياد هيواد تير کال اتم ځای درلود.
اسټراليا بيا پدې درجه بندی کې ۱۲ ځای خپل کړی.
د نړۍ تر ټولو لږ خوشحاله هيوادونو کې افغانستان تر ټولو وروستی ځای لري. له افغانستان وروسته د نړۍ لس لږ خوشحالو هيوادونو کې جنوبي سوډان، زمبابوې، راوانډا، مرکزي افريقا جمهوريت، تانزانيا، بوتسوانا، يمن، ملاوي او هند شامله دي.

