د Henley Passport Index معلوماتو له مخه، اسټراليايي پاسپورټ ۲۰۲۱ کال درجه بندی کې يو ځای مخې ته شو او نړۍ کې ۸ ځای يې خپل کړ.
جاپان د نړۍ تر ټولو ارزښت لرونکی پاسپورټ لري او د ياد پاسپورټ لرونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۱ هيوادونو ته پرته له ويزو سفر وکړي.
له جاپان وروسته بيا سينګاپور په ليسټ کې دويم ځای لري او د ياد پاسپورټ لرونکي بيا ۱۹۰ هيوادونو ته سفر کولی شي.
Henley and Partners د نړيوال تابعيت او اوسيدو برخې مشورې ورکړې اداره ده چې انګلستان کې موقيت لري.
يادې ادارې د نړۍ پاسپورټونو ليسټ نورو هيوادونو ته ويزې پرته تګ له مخه خپور کړی، يعنې درجه بندی کې د پاسپورټ لرونکي څومره هيوادونو ته پرته له ويزو اخيستلو سفر کولی شي.
اسټراليايي پاسپورټ لرونکي بيا کولی شي ۱۸۴ هيوادونو ته سفر وکړي او لدې سره په ليسټ کې ۸ ځای لري. له اسټراليا سره نور هيوادونه چې ۸ ځای لري يونان، مالتا، چيک جمهوريت شامله دي.
۲۰۲۰ کال کې بيا اسټراليايي پاسپورټ ۱۸۳ هيوادونو ته سفر کولو سره ۹ ځای درلود.
د افغانستان پاسپورټ بيا په درجه بندۍ کې ۱۱۰ ځای خپل کړی او افغان پاسپورټ لرونکي ۲۶ هيوادونو ته پرته له ويزې سفر کولی شي.
افغانستان په کال ۲۰۰۶ کې ۸۳ ځای درلود او هر کال تيريدو سره ياد پاسپورټ خپل ځای له لاسه ورکړی او ۲۰۲۱ کې يې ۱۱۰ ځای خپل کړ.
افغان پاسپورټ لرونکي لاندې هيوادونو ته له ويزې پرته سفر کولی شي.

پاکستاني پاسپورټ بيا ۱۰۷ ځای خپل کړی او د ياد پاسپورټ لرونکي بيا ۳۲ هيوادونو ته سفر کولی شي.
د پاکستان پاسپورټ لرونکي هم لاندې هيوادونو ته پرته له ويزې سفر کولی شي.

د يادې ادارې مشرې کريستين کايلن ويلي، ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ويروس له امله ډيرې نوې ستونزې رابرسيره شوې او څنګه چې تمه کيده د نړۍ هيوادونو وګړي به لا نورو نوو هيوادونو ته پرته له ويزې سفر وکړي ولې داسې ونه شول او نوي محدوديتونه رامينځته شول.
د يادې درجه بندۍ له مخه د نړۍ ۱۰ غوره پاسپورټونه د، جاپان، سينګاپور، جنوبي کوريا، جرمني، ايټاليا، فنلينډ، هسپانيه، لسنبرګ، ډنمارک او اتريش هيوادونو نومول شوي.

