ياد کس په يو تازه فيسبوک پوسټ کې ليکلي" ښاغلی ټرمپ، لکيمبا جومات ته يو اټوم بم راوليږه."
پر ۴۳ کلن کورماک پاتريک روسي تور دی چې غوښتل يې د مسلمانانو جومات د جمعې ورځې لمانځه وخت کې په نښه کړي.
ياد کس فيسبوک له لارې د نيوزيليند جوماتونو بريدګر ستايلی او د ياد هيواد لومړۍ وزيرې وژنې خبرداری يې ورکړی.
کورماک چې بې کوره دی د پوليسو لخوا په نيو کاسل سيمه کې ونيول شو.
د نيو کاسل پوليسو ويلي چې ګومان کيده کورماک مسلمانان د جمعې لمانځه وخت کې په نښه کړي او ټول وژنه وکړي.
تورن کس ويلي" زما پلان دی ترڅو د جمعې لمانځه وخت کې جومات ته لاړ شم هغه مهال چې ټول جومات له مسلمانانو ډک وي."
داچې روتهي يو بې کوره کس دی، ياد کار پوليسو لپاره ګرانه کړې وه ترڅو نوموړی ونيسي.
پوليس د پنجشنبې ماښام نوموړی نيو کاسل سيمه کې ونيوه.
نوموړی محکمې ته وړاندې کيدو سره ورته له ضمانت ورکولو ډډه وشوه او ياد تورن کس به د اوکتوبر مياشت کې يو ځل بيا محکمې ته وړاندې کيږي.
پوليس وايي چې نيول شوی کس د محافظه کارو سخت دريځ سوچ لري او له تبعيض ډکې ليکنې او خبرداري يې ورکړي.
د ډيلي ميل خبرې شبکې رپوټ له مخه.

