Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

يو هندو د هغه جومات پالنه کوي کوم يې چې د هندوانو مظاهرو دوران کې ژغورلی وه

په کال ۲۰۱۳ د هند مظفر نيګر کې هندوانو د مسلمانانو خلاف پراخ لاريونونه وکړل او د لاريون کوونکو څخه يوې ډلې غوښتل چې د مسلمانانو ۱۲۰ کلن جومات رنګ کړي.

Ramveer while cleaning mosque
Ramveer while cleaning mosque Source: NewsJizz

راموير چې له جومات څخه ۱۰۰ متره لرې اوسيږي او خپله هندو مذهبی دی لاريون دوران کې جومات څخه دفاع لپاره راووت او خپل د کلي خلک يې راټول کړل ترڅو د هغو کسانو مخه ونيسي کومو چې غوښتل په مظفرنګر کې دا يواځيني او تاريخي جومات رنګ کړي.

له هغې ورځې ۵ کاله تيريږي، ۵۹ کلن راموير اوس هم د هماغه جومات پالنه کوي، هغه د ورځې لخوا جومات پاکوي او د شپې لخؤا جومات کې شمعې بلوي.

د روزې مياشتې رارسيدو سره راموير ټول جومات مينځي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې رپوټ له مخه راموير وايي چې دده مذهب ده ته ښودلي چې د نورو مذاهبو درناوی وکړه نو ځکه دا کار کوي.

ښاغلی راموير وايي سره لدې چې ددوی کلي او نږدې شاوخوا کې مسلمانان نشته او له آزادی وروسته هغوی دا ځای پريښی.

ښاغلی وايي چې کله نا کله مسافر مسلمانان راځي او دلته لمونځ کوي او سره لدې هر څه بيا هم د جومات ساتنه او پالنه کوي.

راموير وايي چې د جومات شاخؤا يې لوبې کړي او لوی شوی او دا د عبادت ځای دی او بايد يې درناوی وشي.

راموير وايي چې ۲۵ کلونو راپديخؤا جومات جارو کوي او ساتنه او پالنه يې کوي.

 

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now