راموير چې له جومات څخه ۱۰۰ متره لرې اوسيږي او خپله هندو مذهبی دی لاريون دوران کې جومات څخه دفاع لپاره راووت او خپل د کلي خلک يې راټول کړل ترڅو د هغو کسانو مخه ونيسي کومو چې غوښتل په مظفرنګر کې دا يواځيني او تاريخي جومات رنګ کړي.
له هغې ورځې ۵ کاله تيريږي، ۵۹ کلن راموير اوس هم د هماغه جومات پالنه کوي، هغه د ورځې لخوا جومات پاکوي او د شپې لخؤا جومات کې شمعې بلوي.
د روزې مياشتې رارسيدو سره راموير ټول جومات مينځي.
د هندوستان ټايمز ورځپاڼې رپوټ له مخه راموير وايي چې دده مذهب ده ته ښودلي چې د نورو مذاهبو درناوی وکړه نو ځکه دا کار کوي.
ښاغلی راموير وايي سره لدې چې ددوی کلي او نږدې شاوخوا کې مسلمانان نشته او له آزادی وروسته هغوی دا ځای پريښی.
ښاغلی وايي چې کله نا کله مسافر مسلمانان راځي او دلته لمونځ کوي او سره لدې هر څه بيا هم د جومات ساتنه او پالنه کوي.
راموير وايي چې د جومات شاخؤا يې لوبې کړي او لوی شوی او دا د عبادت ځای دی او بايد يې درناوی وشي.
راموير وايي چې ۲۵ کلونو راپديخؤا جومات جارو کوي او ساتنه او پالنه يې کوي.

