اسټراليا کې خپل د بدن غړي څنګه هديه کولی شئ

counselling-getty

counselling-getty Source: counselling-getty

ايا تاسې پدې پوهيږئ چې که چيرې تاسې خپل د بدن کوم غړی خپل ژوندانه او يا مرګ وروسته هديه يا چاته مرستې لپاره ورکړئ نو تاسې نه يوازې داچې د بل انسان ژوند ژغورئ بلکې خپل بدن غړو سره تاسې د نورو لسو کسانو ژوند کې ښه والی راوستلی شئ.يادې مسلې ته مو اسلام له نظره هم کتنه وکړه او اسلام کې دې ته جواز ورکړل شوی او ويل شوي چې يو مسلمان کولی شي خپل د بدن غړي په دريو شرطونو بل ته ورکړي.لومړی داچې د بل انسان ژوند پرې وژغورل شي.دويم داچې ستاسو روغتيا ته کوم تاوان ونه رسيږي.او دريم داچې تاسې بايد خپل د بدن غړي پيسو باندې ونه پلوری.اسټراليا او نړۍ ډيرو هيوادو کې وګړي يې ځانونه له اړوندو ادارو سره راجسټر کوي ترڅو ژوندانه او يا مړينې وروسته خپل د بدن غړي هديه يا خيرات کړي.اسټراليا کې دا مهال د زرګونو په شمير کسان چې ژوندونه يې له خطر سره مخ دي او يا روغتيايي حالت يې ښه ندی هغه انتظار ليسټ کې دي کوم چې د بل چا د بدن غړي ورته لږول کيږي. دا پدې معنی چې اسټراليا کې د هغو کسانو شمير ډير لږ دی کوم چې خپل د بدن غړي بل چاته هديه کوي.د نړۍ هر هيواد او ټولنه کې دا مهمه ده چې د هغو کسانو شمير ډير وي کوم چې خپل د بدن غړي هديه کوي.يادې موضوع ته مو په اسټراليا کې کتنه کړې او تاسو ته رپوټ لرو چې څنګه تاسې د بدن غړي هديه يا خيرات ورکوونکې شئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service