د ۲۰۲۰ م کال په پیل کې داسې نښې نښانې نه لیدل کېدې ترڅو وښيي چې دغه کال به څرنګه واوسېږي. مګر د دغه کال له تېرېدلو وروسته ویلای شو چې ۲۰۲۰ کال له ستونزو او جنجالونو څخه ډک کال وه.
۲۰۲۰ کال کې نړۍ یواځې له یوه روغتیايي بحران سره نه وه مخ، بلکې په دغه کال کې د نړۍ خلک د سیاسي او اقتصادي ستونزو شاهد هم وه.
هدفي وژنې،د شاهي کورنۍ خپلمنځي اختلافات، له اروپايي اتحادیې څخه د بریټانیا وتل او د کرونا وېروس وبا، هغه مهمې پېښې وې چې د ۲۰۲۰ کال له ایسټر څخه مخکې رامنځ ته شوې.
۲۰۲۰ کال کې د نړۍ مهمې پيښې واورئ.





