د آسټرالیا په آدېلېډ ښار کې د مختلفو کلتورونو د کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

Multicultural Cricket League, SA

Source: Supplied

د آسټرالیا په اډېلېډ ښار کې د مختلفو کلتورونو د ټولنو د کرېکټ سیالۍ هر کال د مختلفو ټولنو د ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې د افغانانو لوبډلې هم ګډون کوي.


د سویلي آسټرالیا په آډېلېډ ښار کې د پښتنو ټولنه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کرېکټ سیالۍ د مختلفو ټولنو د لوبډلو ترمنځ په لاره اچوي. 

د دغې ټولنې مسئولن وايي چې له دغه کار څخه یې موخه داده ترڅو د لوبو او نورو کلتوري پروګرامو له لارې پښتانه سره راټول کړي او هم له نورو ټولنو سره پښتنانه ښې اړیکې ولري.

د سویلي آسټرالیا د مختلفو کلتورنو د کرېکټ په سیالیو کې سږکال د افغانانو د لوبډلې په ګډون،  ۱۸ لوبډلو برخه اخیستې وه. اس بي اس پښتو راډیو د همدغې موضوع په اړه په آډېلېډ ښار کې د پښتنو د ټولنې له مشر ښاغلي عزیر صافي سره مرکه ترسره کړې.

 د مرکې د اورېدلو لپاره مهرباني وکړئ، د سپیکر تڼۍ کېګاږئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now