دغه سیالۍ چې ټاکل شوې سبا (د چهارشنبې په ورځ) د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ولایت په کرېکټ لوبغالي کې پیل شي د همدغې میاشتې تر ۱۳ مې ڼیټې پورې به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورد چارواکي وايي، په دغو سیالیو کې به د زونونو په کچه پنځه لوبډلې ګډون وکوي، چې په لړ کې به يې هر لوبډله له سیالۍ لوبډلې سره پنځه ځلې مخ شي او ټوټال به د پایلوبې په ګډون ۲۱ لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا ددغو لوبډلو په ترکیب کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون د الف ټیم ، کورنۍ کرېکټ او د ۱۹ کلونو ټیم لوبغاړي شامل دي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د قوشتېپي شل اوریز جام له لارې اچولو يې موخه راتلونکې نړیوال جام سیالیو لپاره چمتوالی ده.
نوموړي زیاته کړه، چې ددغو سیالیو بله موخه ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول دي ترڅو له سینیر لوبغاړو زده کړه وکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





