څلور کاله وړاندې د اګسټ د میاشتې په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې جمهوریت سقوط شو او طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل. په تېرو څلورو کلونو کې د حکومتوالۍ، اقتصاد، بشري حقونو، مدني ازادیو او رسنیو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې پراخ بدلونونه راغلي دي. خو د نړیوالو څارونکو بنسټونو، لکه د ملګرو ملتونو، د رسنیو د ملاتړ سازمانونو، د ښځو د حقونو فعالینو او ډیموکراسۍ پلوه ډلو راپورونه ښيي چې په ډیری برخو کې په شا تګ شوی او ډیری بدلونونه له نړیوالو منل شویو قوانینو، د ازادۍ او بشري حقونو له اصولو او معیارونو سره په ټکر کې دي.
د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې، د نړیوالې ټولنې غوښتنې چې ډیری د ښځو پر حقونو، ټول ګډونه حکومت او د رسنیو او مدني ټولنې ازادۍ پورې تړلې دي، نه دي منلي. د ملګرو ملتونو په ګډون، د یو شمېر نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي چې طالبانو نه یوازې دا چې دا غوښتنې رد کړې، بلکې پر خلاف یې د مدني او بشري حقونو د محدودیتونو لمن نوره هم پراخه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په وروستي راپور کې راغلي چې طالبان پر ښځو نور محدودیتونه هم لګولي. همدا راز، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنت، د اګست په شپږمه، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې طالبان له عدلي او حقوقي نظام نه د ښځو د ځپلو لپاره کار اخلي.
راپورونه ښيي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په خپلو وروستیو لارښوونو کې له روغتیايي مرکزونو، دولتي ادارو، دوکاندارانو، او له ټکسي چلوونکو څخه غوښتي چې هغو ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي چې محرم نه لري.
رویا دادرس چې د جمهوریت په دورې کې د ښځو چارو وزارت ویانده وه، وايي چې د طالبانو حکومت د دې ټولو محدودیتونو په وضع کولو سره، په حقیقت کې له ښخو څخه د ژوند کولو حق اخیستی دی.
هغه وايي: "دوی [طالبانو] له ښځو څخه د ژوند حق واخیست. کله چې یوه ښځه خپل ټول مسؤلیت، واک، کار، پیسې او عاید له لاسه ورکړي؛ په پایله کې، هغه په کور کې هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي. کله چې موږ د بشري حقونو په اړه خبرې کوو، نو دا په دې معنی ده چې یو انسان باید په ازاده توګه د ژوند کولو حق ولري. خو طالبانو د ژوند حق له ښځو څخه اخیستی دی."

رویا دادرس، د جمهوریت په دورې کې د ښځو چارو وزارت ویانده
"زه نه پوهېږم چې ولې نن ورځ نړیواله ټولنه چوپه خوله ده. کله به چې کوچنۍ پېښه رامنځته شوه، نو نړیوالې ټولنې به خپل غږ پورته کاوه چې د ښځو حقونه تلف شوي دي. دلته، د میلیونونو ښځو حقونه تلف شوي، دوی د زده کړې حق نلري او موږ داسې حالت ته رسیدلي یو چې نن ورځ زموږ ځوانې انجونې ځان وژنه کوي، ځوانې انجونې ځانونه له اوو یا اتو پوړونو څخه غورځوي. ولې؟ ځکه چې دوی تر رواني فشار لاندې دي او له ژوند څخه ستړې شوې دي."
"زموږ لپاره هیڅ هیله نه ده پاتې. ولې نړیوالې ټولنې په دې څلورو کلونو کې هیڅ اقدام نه دی کړی؟ ولې دوی په دې خلکو فشار نه راوړي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ښځې د حجاب له اغوستلو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؟"
یوه افغانه انجلۍ چې د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله له تعلیم څخه پاتې ده، خپل احساسات داسې بیانوي.
" نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله پوره کېږي. زموږ لپاره، دا څلور کاله زموږ لپاره یوازې د وخت ضایع کول نه وو، بلکې زموږ د هیلو، ارمانونو او خوبونو مړاوې کېدل وو. زه یو له هغو زرګونو افغان انجونو څخه یوه یم چې د زده کړې خوب ویني، خو له هغې څخه محرومې پاتې شوې دي."
زما احساس دا دی چې زه له نړۍ شړل شوې یم. داسې ښکاري لکه زه چې مجرمه یم، خو زما جرم یواځې دا دی چې زه زده کړې غواړم.
د طالبانو له خوا پر رسنیو ورځ تر بلې زیاتېدونکو بندیزونو او د خبریالانو د فعالیتونو محدودېدو، د بیان د ازادۍ ملاتړي اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د حالاتو څارونکي سازمانونه او د رسنیو ملاتړې ادارې وایي، د طالبانو کړنې له پخوانیو ژمنو سره چې ویلې یې و د بیان ازادۍ ته به درناوی کوي په ټکر کې دي.
د افغانستان د رسنیو مرکز په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور نیول شوي او بندیان شوي دي. د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیز له ۶ ولایتونو څخه ۱۴ ولایتونو ته پراخ شوی او په کندهار کې د راډیو او ټلویزیون له لارې د ښځو د غږونو خپرول بند شوي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر، حامد عبیدي.
هغه وايي: "واکمنه اداره یو استبدادي نظام دی او د استبدادي نظامونو جوړښت همداسې ده. له انتقاد څخه ویره لري، انتقاد ته اجازه نه ورکوي او ټوله محتوا سانسور کوي او رسنۍ کنټرول کوي."
"د دې ترڅنګ استبدادي نظامونه د ولس د غبرګون څخه او له ولس څخه په ټوله کې ویره لري، نو ځکه هڅه کوي چې عامه افکار کنټرول کړي."
ښاغلی عبیدي په دې باور دی چې طالبان به پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو نور بندیزونه هم ولګوي.
په عین حال کې، د طالبانو حکومت له خپلو کړنو دفاع کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې هر حکومت خپل لومړیتوبونه لري، د دوي په حکومت کې هم څو مسئلو ته لومړیتوب ورکړل شوی و چې رسېدنه ورته شوي.
هغه وايي چې امنیت د دوی د واکمنۍ له سترو لاسته راوړنو دی او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګامونه اخیستل شوي دي.
"موږ وکولای شول چې په لومړي کال کې د هیواد ټولې برخې امن کړو او د امنیت د سمبالولو لپاره امنیتي ځواکونه جوړ کړو. په تیرو څلورو کلونو کې، دوی توانیدلي چې د هرې ورځې په تېرېدلو سره امنیت ښه کړي او دا د افغانستان په څیر هیواد لپاره ترټولو لویه لاسته راوړنه ده چې ۴۰ کاله یې جګړه تجربه کړې او خلک یې وسلې لري."

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد Source: AFP
"ښځو نن ځانته هغه ځای پیدا کړی چې د دوي شرعي حق وه او کلونه کلونه ترې محرومې وې."
"[ښځې] په اسانۍ سره خپل حق ترلاسه کولی شي، خپل تصمیم نیولی شي او خپل ځان ته د ژوند لوری ټاکلی شي."
د اقتصادي چارو شنونکی، قیس محمدي دا مني چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ځینې مثبت اقتصادي بدلونونه راغلي چې ډیری د بیارغونې او په بنسټیزو برخو کې دي.
"د بیلګې په توګه، د مالیې راټولولو، عوایدو او ګمرکي اصلاحاتو په برخو کې د پام وړ کار شوی دی. دې کار حکومت ته دا توان ورکړی چې خپل عواید په مؤثره توګه راټول کړي."
"د کانونو او کرنې په سکتورونو کې هم ډېر کار شوی دی. په افغانستان کې د باغدارۍ، اوبو لګولو او کرنې پراختیا سکتورونو کې کار شوی دی. د کانونو په سکتور کې له ګاونډیو هیوادونو سره د شپږو ملیارد ډالرو څخه زیاتو ارزښت لرونکي قراردادونه لاسلیک شوي دي."
سره له دې چې هغه ځینې مثبت اقتصادي بدلونونه تاییدوي، خو وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خلکو اقتصادي ستونزې، بیکاري او فقر زیات شوی ځکه چې د تولیدي بنسټونو فعالیت کم شوی او نړیوالې مرستې هم محدودې شوې دي.
سره له دې چې په تېرو څلورو کلونو کې یواځې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، اوسمهال طالبان د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې ډیپلوماتان لري.
داسې ښکاري چې د نړۍ هېوادونه د طالبانو د پالیسیو په اړه خپل دریځ بدلوي او نرم چلند غوره کوي. دې کار د بشري حقونو او ازادیو د ملاتړ ادارو اندېښنې را پارولي دي. د بشري حقونو د ملاتړو ویره دا ده چې که پیاوړی سیاسي اپوزیسیون شتون و نه لري، ښايي طالبان له کومو مهمو بدلونونو پرته نړیوال رسمیت ترلاسه کړي.
دا چې نړیوال ټولنه به د طالبانو حکومت له بدلونونو او د غوښتنو له منل کېدو پرته په رسمیت و پېژني او که ده؟ د دې پوښتنې ځواب به د وخت په تېرېدلو سره معلوم شي.