د تېرې یکشنبې په ورځ، د آسټرالیا په پلازمېنې کنبرا (کانبرا) ښار کې د مختلفو قومونو په ګډوند د افغانانو یوې نوې ټولنې په فعالیت پیل وکړ.
دغه ټولنه په کنبرا کې د مېشتو افغانانو ټولنې (Canberra Afghan Community) په نوم یادېږي.
په کنبرا کې د مېشتو افغانانو ټولنې، د اجرائیوي بورډ غړی عبدالخالق ارسلا وايي، دا ډېره مهمه وه ترڅو په کنبرا ښار کې د افغانانو یوه ټولنه جوړه شي او خدمت وکړي.

هغه وايي: "زه فکر کوم، دا ډېره اړینه وه چې په کنبرا کې افغانان یوه ټولنه ولري، ترڅو د هغې تر چتر لاندې را ټول شي او خپل مشکلات یو بل سره شریک کړي."
"دا یوه غیر سیاسي ټولنه ده."
"[په کنبرا کې د مېشتو افغانانو ټولنه] به په مختلفو برخو کې کار او فعالیت کوي. البته، په فرهنګي بخش کې، تعلمي بخش کې او ورزشي بخش کې."

ښاغلی ارسلا وايي، د دوي ټولنه په کنبرا کې مېښتو افغانانو ته د خدمت په موخه لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه لري. د بېلګې په توګه په لنډمهاله پروګرام کې غواړي ټولنیزې او فرهنګي غونډې جوړې کړي او په اوږمهال کې غواړي ترڅو د افغانانو ټولنه یو مرکز ولري او جومات هم جوړ کړي.
"په لندمهاله پروګرام کې د کلنیزو ملي او فرهنګي پروګرامونو جوړل دي. البته غواړو افغانانو ته دغه ورځې ولمانځو او تر یو چتر لاندې یې راټول کړو."
" زمونږ د کارونو په پلان کې شته چې غواړو دلته د ټولنې لپاره یو ځای ولرو."
"د یو جومات درلودل په اوږدمهاله پروګرام کې راځي. البته دا زمونږ پروګرام کې شته دی. "

اس بي اس پښتو راډیو په کنبرا کې د مېشتو افغانانو ټولنې، د اجراییوي بورد له غړي، عبدالخالق ارسلا سره مرکه ترسره کړې. مهرباني وکړئ د یادې ټولنې د فعالیت په اړه لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.



