Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د نړۍ ۷ ستر اقتصاد لرونکو هيوادونو د يو ميليارد ډوز واکسين مرستې اعلان وکړ

G7 summit

د نړۍ ۷ ستر اقتصاد لرونکو هيوادونو په انګلستان کې ناسته وکړه او پر يو لړ مهمو مسايلو يې پريکړې وکړې.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Essam Al-Ghalib

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د نړۍ ۷ ستر اقتصاد لرونکو هيوادونو په انګلستان کې ناسته وکړه او پر يو لړ مهمو مسايلو يې پريکړې وکړې.


ياده ناسته له کرونا وبا پيل وروسته لومړي ځل لپاره مخامخ ترسره شوه او پر ځينو مهمو نړيوالو مسايلو بحثونه وشول.

د کرونا وبا د نړۍ اقتصاد له ستر بحران سره مخ کړی او اقتصادي ستونزې اوس هم پر خپل ځای دي.

يو خوا هيوادونه کرونا ويروس له وجې محدوديتونه لګوي بله خوا ځيني هيوادونه له خوندي پلان پرته محدوديتونه نرموي چې دا دواړه اقتصادونه يې په ټپه درولي.

د نړۍ ۷ سترو اقتصاد لرونکو هيوادونو په ناسته کې د نورو پريکړو ترڅنګ يوه دا پريکړه هم وشوه چې د نړۍ بې وزلو کسانو سره به ۱ ميليارد ډوزه واکسين مرسته کوي.

تاسو ته مو د نړۍ مشرانو ناستې مهمې برخې راخيستي  چې دلته يې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now