Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

سيډني ښار کې افغان ځوانانو لپاره د فوټبيال اتلولي جوړه شوه

ACSA Unity Cup.jpg

ACSA Unity Cup

د اسټراليا سيډني ښار کې د افغانانو هڅونې او يوځای کولو لپاره د (يووالي) تر نامه لاندې د فوټبال اتلولي پر مخ اچول شوې.


خپور شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا سيډني ښار کې د افغانانو هڅونې او يوځای کولو لپاره د (يووالي) تر نامه لاندې د فوټبال اتلولي پر مخ اچول شوې.


د اسټراليا سيډني ښار کې د افغانانو د ملاتړ ټولنې ( ACSA) لخوا د افغان ځوانانو يوځای کولو لپاره د فوټبال دوه ورځنۍ اتلولې پر مخ واچول شوه.

پدې سياليو کې ۲۰ لوبډلې او تر ۲۰۰ څخه ډير لوبغاړي او ټولنې چارواکي برخه اخلي.

د يادې ټولنې مشر نادر اعظمي له اس بي اس پښتو خپرونې سره په خبرو کې وويل، افغان ځوانان له ډيرو ننګونو سره مخ دي او ځيني يې بيا ناسمو لارو ته مخ کړې چې مشران دې ته هڅوي ترڅو د هغوی بيرته ټولنو سره يوځای کولو په موخه لاس په کار شي.

د ښاغلي اعظمي په وينا، افغان ځوانان د وخت په تيريدو سره له هغو ستونزو لرې کيږي چې ورسره پخوا لاس او ګريوان ول، لکه جګړې، نشه يي توکي او داسې نور.

له ښاغلي اعظمي سره مو د ځوانانو په اوسني حال او د روان فو‌تبال جام په اړه مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now