د پاکستان حکومت بې اسناده افغان کډوالو ته د اکټوبر د میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی وه ترڅو له یاد هېواد څخه ووځي. د ورکړل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان د افغان کډوالو ډله ایز اخراج پیل کړی دی.
په داسې حال کې چې افغان کډوال افغانستان ته زور استول کېږي، پاکستان کې د افغان کډوالو یوې ډلې ملګرو ملتونو او د آسټرالیا حکومت ته په یو پرانستی لیک کې استولی دی.
د افغان کډوالو دغې ډلې لیکلي چې په دغه هېواد کې خوندي ندي او هره شېبه د دې امکان شته ترڅو د پولیسو لخوا ونیول شي.

په لیک کې راغلي: "موږ افغان کډوال له څه مودې راهیسې په پاکستان کې ژوند کوو او زموږ لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې دلته له هر ډول عاطفي، ټولنیز او مالي ملاتړ پرته ژوند ته دوام ورکړو."
"موږ دلته په پاکستان کې خوندي نه یو او هره شېبه د پاکستاني پولیسو لخوا زمونږ د نیولو امکان زیاتېږي."
"د افغان تابعیت لرونکو د نیولو لپاره په چټکۍ سره کور په کور تالاشي روانه ده."
د لا ډېرو جزئیاتو لپاره مو د همدغې ډلې له یو تن غړي سره مرکه ترسره کړې چې د امنیتي ستونزو له امله نشو کولای د هغه نوم له تاسو سره شریک کړو.
جزئیات په مرکې کې اورېدلی شئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





