انتوني البنيزي د اسټراليا ليبر ګوند نوی مشر وټاکل شو. ښاغلی البنيزي وايي، د حکومت مخالف ګوند مشر په توګه به حکومت اړ کوي ترڅو خپل فعاليت مسولانه وکړي ولې وايي چې نه غواړي له حکومت سره په جګړه او شخړو کې اوسي. د ليبر ګوند تيرو ټاکنو کې له سترې ماتې وروسته د ياد ګوند پخواني مشر بيل شورټن له ماتې وروسته استعفا وکړه او پر ځای يې د ليبر ګوند مخکښو غړو ځانونه نوماندان کړل ولې د نوماندۍ رسمي ورځ پورې نور غړي له خپلو نوماندۍ څخه تير شول او انتوني البنيزي يې د ليبر ګوند مشر وټاکه. انتوني البنيزي څوک دی او د ليبر ګوند سترې ماتې ورسته به اسټراليايانو لپاره کوم داسې نوي پلانونه راوړي، بشپړ رپوټ واورئ.
شریکول





