رپوټ: د آسټرالیا تر ټولو بډایه خلک په یوه ساعت کې ۱.۵ میلیونه ډالر ګټي

Untitled.jpg

رپوټ: د آسټرالیا تر ټولو بډایه خلک په یوه ساعت کې ۱.۵ میلیونه ډالر ګټي Credit: SBS News

د اکسفام ادارې یو نوی رپوټ ښيي چې د آسټرالیا د ۴۷ میلیاردرانو عاید په تېرو دوو کلونو کې دوه برابره زیات شوی دی.


مهم ټکي:
  • د دریو شتمنو آسټرالیایانو، جینا رین هارټ، انډریو فوریسټ او هیري ټریګوبوف شتمني په تېرو دوو کلونو کې دوه چنده شوې ده.
  • رپوټ ښيي چې د آسټرالیا د میلیاردرانو شتمني د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۷۰.۵ سلنه زیاته شوې ده.
  • په داسې حال کې چې د میلیاردانو شتمني زیاتېږي، یو زیات شمېر خلک په آسټرالیا کې د ژوند د لګښتونو له بحران سره مخ دي.

په داسې حال کې چې آسټرالیایان د ژوند د لګښتونو له بحران سره مخ دي، د دغه هېواد میلیاردرانو د شتمنیو ریکارډونه مات کړي دي.

د اکسفام ادارې یو نوی رپوټ ښيي چې د آسټرالیا د ۴۷ میلیاردرانو عاید په تېرو دوو کلونو کې دوه برابره زیات شوی دی.

دغه رپوټ حکومت ته پیغام رسوي ترڅو د مالیاتو سیسټم بدلولو سره د خورا بډایه او پاتې ټولنې ترمینځ واټن په بنسټیز ډول کم کړي.

مهرباني وکړئ، لا ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now