افغان دولت: له اسټراليا سره د جنګي جنايتونو رپوټ چمتو کولو کې مو په ګډه کار کړی

Rahmatullah Andar

Source: NSC Afghanistan

افغانستان کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنه کې افغان حکومت له اسټراليا سره په ګډه کار کړی.


د اسټراليا دولت لخوا د خپلو پوځيانو جنګي جنايتونو ترسره کولو پر سر اعتراف او هغوی ته سزا ورکولو ژمنه د افغان دولت او نورو له هرکلي سره مخ شو.

 له تيرو څلورو کلونو راهيسې افغانستان کې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو لخوا د ځينو بې ګناه افغانانو د وژنې تورونو پلټنه روانه وه او د يادې پلټنې موندنې د اسټراليا د پوځ لوی درستيز لخوا خپرې شوې.

د افغانستان امنيت شورا وياند رحمت الله اندړ له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل، " افغان حکومت د يادې پلټنې هر کلی کوي او خوښ دی ترڅو د بشر حقونو سر غړونو پلټنه وشي.

ښاغلي اندړ وويل، ياد رپوټ د افغانستان حکومت په همکارۍ چمتو شوی.

د ښاغلي اندړ په وينا، دا د اسټراليا د حکومت او هم پوځيانو لخوا اخلاقي جرعت دی چې د يادو پيښو پلټنه کوي.

د ښاغلي اندړ په وينا، داچې افغانستان کې د ډير شمير هيوادونو پوځيان په جګړه کې ښکيل ول، د نورو هيوادونو پر پوځيانو هم جنګي جنايتونو تورونه شتون لري.

بله خوا افغان دولت له اسټراليا څخه غواړي ترڅو له قرباني شوو کورنيو څخه بښنه وغواړي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره د ښاغلي رحمت الله اندړ بشړه مرکه واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
افغان دولت: له اسټراليا سره د جنګي جنايتونو رپوټ چمتو کولو کې مو په ګډه کار کړی | SBS Pashto