آيا د پاکستان حکومت لخوا د تورخم دروازې ۲۴ ساعتو لپاره پرانيستل به د سوداګرو ستونزې حل کړي؟

Torkham

Torkham Source: Islam Gul Afridi

د پاکستان او افغانستان سوداګرو پيښور ښار کې ناسته وکړه او د دواړو هيوادو ترمينځ د سوداګرۍ مخې ته خنډ او ګواښونو لرې کولو پر سر يې خبرې وکړې.


د پاکستان لومړي وزير سلاکار محمد شيرزاد ارباب پيښور کې جوړې شوې غونډي ته وينا کې وويل چې حکومت به د روان کال اګيست مياشت کې د تورخم دروازه ۲۴ ساعتو لپاره پرانيزي او ياد ګام لپاره چټکۍ سره کار روان دی.

بله خوا پاکستاني سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان خلکو ترمينځ اړيکې جوړيدو اړتيا ده ترڅو دوی له يو بل سره سوداګري وکړي او دې کار لپاره بايد حکومتونه اسانتياوې برابرې کړي.

بله خوا د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر احمد شاه يارزاده وايي،  د پاکستان او افغانستان سياسي کړکيچ ددې باعث شوی چې افغان سوداګر نورو لارو ته مخه کړي.

نوموړی وايي د پاکستان لخوا پر افغان سوداګرو سختي لا اوس هم پر خپل ځای ده او پاکستاني حکومت دې يادې برخې ته پام وکړي.

افغان سوداګر وايي، د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ تړون کې بايد ځيني ستونزې ځای شي او ياد تړون باندې دې يو ځل بيا غور وشي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له پيښور څخه بشپړ رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now