Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغان او پاکستاني خبريالان اسلام آباد کې درې ورځنی ناسته کوي

Afghan and Pakistani youth are meeting in Islamabad

افغان او پاکستاني خبريالان او ځوانان داسې مهال ګډه ناسته کوي چې د دواړو هيوادونو ترمينځ بې باوري ډيره شوې.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi, SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


افغان او پاکستاني خبريالان او ځوانان داسې مهال ګډه ناسته کوي چې د دواړو هيوادونو ترمينځ بې باوري ډيره شوې.


اسلام آباد ته د افغان چارواکو او سياستوالو سفرونو وروسته د دواړو هيوادونو خبريالان او ځوانان درې ورځنۍ ناسته کوي ترڅو د دواړو هيوادونو ترمينځ بې باوري ختمه او خبر ورکولو وخت کې له سمو منابعو څخه معلومات ترلاسه کړي.

د سيمې کار پوهانو په وينا، دواړه لورې ته خبريالان کولی شي د اړيکو ښه کيدو برخه کې رغنده رول ولوبوي.

افغانستان څخه ۹ خبريالان او يو شمير ځوانان د پاکستان پلازمينه اسلام آباد کې له پاکستاني ځوانانو او خبريالانو سره ناستې کوي.

دواړه لورې خبريالان به د ناسمو رپوټونو خپرولو پر سر هم خبرې وکړي چې څنګه وشي کولی د دواړو هيوادونو ترمينځ کړکيچ لږ کړي.

دا درې ورځنۍ ناسته داسې مهال جوړيږي چې پاکستان او افغانستان دواړو پر يو بل داخلي مسايلو کې لاس وهنې تور لګوي او همدې سياسي دريځ بيا دواړو لورو ته پر عامو خلکو ژوند ناوړه اغيز شيندلې.

اسلام ګل افريدي د درې ورځنې ناستې له ګډونوالو سره خبرې کړي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now