پاکستان کې د افغان هنرمندانو زنداني کولو خلاف مظاهره وشوه

Protest for the release of Afghan singers in Pakistan

Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونه افغان هنرمندان نورو هيوادونو ته کډه شوي، ځکه د طالبانو واکمنۍ لاندې دوی د خطر احساس کوي او خپل راتلونکی تياره ګوري.


افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ وروسته هنرمندان تر نورو له لا ډير خطر سره مخ دي ځکه د طالبانو سخت دريځي له امله هنر او موسيقي له ستر ګواښ سره مخ ده.

په ځينو ټولنيزو رسنيو کې د هنرمندانو وهل ټکول او د هغوی پر وړاندې تاوتريخوالی هغه څه دي چې ډير افغانان يې انديښمن کړي.

طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونه هنرمندان له افغانستان څخه بهر وتلي او ځينو بيا پاکستان ته پناه وړې.

پاکستان کې پوليسو د چاپې وهلو وروسته څلور افغان هنرمندان نيولي او زندان کې بندي کړي.

پوليس وايي يادو هنرمندانو قانوني اسناد نه لرل، ولې بيا افغان هنرمندان وايي، طالبانو واکمنۍ لاندې يې ژوند له خطر سره مخ دی نو ځکه يې پاکستان ته پناه وړې.

پيښور کې ګڼ شمير هنرمندانو په مظاهره لاس پورې کړی او دوی د نيول شوو افغان هنرمندانو خوشې کولو غوښتنه کوي.

د هنرمندانو مدافعين وايي، که چيرې نيول شوي هنرمندان طالبانو ته وسپارل شي کيدای شي ژوند يې له خطر سره مخ شي.

پاکستان ته کډه شوي ګڼ شمير افغان هنرمندان وايي، دوی سره د پاکستان ويزې نشته او خپل ژوند خوندي کولو لپاره په غير قانوني لارو پاکستان ته تللي، ولي هلته هم د پوليسو ويرې سره ژوند کوي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پيښور کې له افغان او پاکستاني هنرمندانو سره خبرې کړي او وروستۍ پيښې ته پوښښ ورکړی، بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now