افغانستان کې نا خوالو ډير افغانان دې ته اړ کړي چې افغانستان پريږدي او نورو هيوادو کې پناه واخلي ولې ډير پناه غوښتونکي بيا پر مختللو هيوادو ته رسيدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي او د ژوند او کورنۍ ستونزې يې دې حد ته اړ باسي چې بهرني هيوادونه پريږدي او تل لپاره بيرته افغانستان ته ستانه شي.زرولي خان اسټراليا ته په کال ۲۰۱۲ کې راغلی وه او د پناه غوښتنه يې کړې وه هغه تر کال ۲۰۱۶ نمايي پورې ونشو کولی چې د اسټراليا دايمي ويزه واخلي او پريکړه يې وکړه چې بيرته افغانستان ته ستون شي.زرولي په شان په زرګونه پناه غوښتونکي دا مهال اسټراليا کې له يو نا معلوم راتلونکي سره ژوند تيروي او بيلابيلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.زرولي وايي چې غواړي افغانستان ودانولو کې برخه واخلي او خپله انرژي هلته وکاروي.له زرولي سره مو د هغه اسټراليا ته سفر، اسټراليا کې ژوند او بيرته افغانستان ته تګ په اړه بشپړه مرکه کړې چې د يادې مرکې لومړۍ برخه دلته اوريدلی شئ.
شریکول



