افغان چارواکي وايي د عامه پوهاوي نه شتون مالياتي برخه کې فساد ډير کړی
Cornelia Walther - Unicef Source: Cornelia Walther - Unicef
د افغانستان ماليې وزارت وايي چې د عامه خلکو نه پوهاوی او هم قوانينو څخه بې خبرې ددې باعث شوې چې ماليي ورکړې برخه کې پراخ فساد رامنځته کړي.ياد وزارت د پوهاوي نه شتون ارزښت ته په تکو د پوهاوي کمپاينونه يې ټول افغانستان کې پر مخ اچولي ترڅو د فساد مخه ونيسي.ځيني صنعت کاران بيا وايي چې دولتي چارواکي خپلو شخصي ګټو لپاره د هيواد ۲۰ سلنه ماليي عوايد لږ کړي او هغه فساد کې ورک کيږي.دا په داسې حال کې ده چې مالیې وزارت سږکال په ګمرکي عوایدو کې د زیاتوالي لوی دلیل په ګمرکونو کې د عصري او کمپیوټري سیسټم نصبېدل ښیي، خو په ګمرکونو کې د پراخ فساد له وجې تل د عوایدو د حیف و میل راپورونه ورکولو تر څنګ د انکشافي پروژو د نشتوالي له وجې کاري فرصتونه ورځ تر بلې محدودېږي.
شریکول


