افغانستان کې سوداګرو د وسله والو غلاو له وجې د کار بندولو ګواښ کړی
Fardin Waezi@UNAMA Source: Fardin Waezi@UNAMA
د افغانستان لسګونه سوداګرو د وسله والو غلاو د زياتوالي له امله له ګمرک ادارې سره کاربنديز اعلان کړ او ګواښ يې وکړ، تر هغې يې چې ستونزه نه وي حل شوي کارونه به پيل نه کړي.دوی وايي يوازې تېرو څو ورځو کې ترې ښار په منځ کې مخ پټو وسله والو غلو لکونه افغانۍ وړي او هېچا يې غم نه دی خوړلی.د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ رييس ډاکټر مخلص احمد وايي، چې له مېاشتو راهېسې ښار کې له هغو سوداګرو چې ګمرک ته د تحويلۍ په خاطر پيسې وړي د وسله والو له لورې لوټل کېږي نو ځکه له ګمرک ادارې سره کاربنديز اعلان کړ، چې له دغې چارې پرته يې د غږ اورېدو بله وسيله نه درلوده.سوداګر وايي، پدې ښار کې ناامني پوره اوج ته رسېدلې، ويروونکی حالت يې خپل کړی او که چېرته يې غم ونه خوړل شي، ښايي له دغه ښار سوداګر کډه کولو ته اړ او په خوندي ځايونو کې سوداګري پيل کړي.زمونږ همکار عبدالروف ځاځي يادې مسلې ته کتنه کړې او يو رپوټ يې چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول


