د ځینو تاریخي اسنادو له مخې، دوست محمد خان، حسن خان او جمعه بلوڅ خان د هغو لومړنیو اوښبه افغانانو له ډلې څخه وو چې اسټرالیا ته راغلي وو.
لومړۍ ډله اوښبه افغانان د ۱۸۶۰م کال د جون د میاشتې په ۹مه نېټه اسټرالیا ته را رسېدلي او تر هغه وروسته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی دی. یو شمېر لیکوالان باور لري چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه افغانان اسټرالیا ته راغلي وو.
اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ کالیزه له ۲۰۲۰م کال راهیسې هر کال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په نوښت نمانځل کېږي. سږ کال هم دغه ورځ د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې ونمانځل شوه.
دغه مراسم د اډېلېډ ښار په ویټمور پارک کې د اوښبه افغانانو د یادګار په ځای کې د ګلونو په ایښودلو سره پيل شول او د هغوي خدمتونو ته درناوی وشو.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي په خپلو خبرو کې ویلي چې اوښبه افغانان یوازې د اسټرالیا د پرمختګ په تاریخ کې مهم ځای نه لري، بلکې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د انساني اړیکو او متقابل درناوي له لومړنیو بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي.
هغه ویلي چې د اوښبه افغانانو زحمت، زغم او خدمت د دواړو ملتونو د ګډ تاریخ یوه ویاړلې برخه ده.
ښاغلي ویسي ټینګار کړی چې د دې تاریخي برخې ساتنه او معرفي کول یوازې د تېر وخت درناوی نه دی، بلکې د راتلونکې لپاره یوه پانګونه او د ځوان نسل د پوهاوي لوړولو یوه وسیله ده ترڅو د اسټرالیا په تاریخ کې د افغانانو د رغنده رول په اړه پوه شي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د اوښبه افغانانو له لمسیانو، څېړونکو، تنظیموونکو، افغان-بومي ټولنې او ټولو هغو کسانو څخه چې د دې ارزښتمن میراث په ساتنه کې یې برخه اخیستې ده، د زړه له کومې مننه او قدرداني څرګنده کړې ده.
اوښبه افغانانو د اسټرالیا په پرمختګ کې مهم رول لوبولی، چې نن ورځ هم د دوی نوم په ښه توګه یادیږي. دغو افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د توکو او معادنو په لېږد، او د اورګاډو د پټلیو او تم ځایونو د جوړولو په برخه کې مهم کارونه ترسره کړي دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






