افغانستان کې ميليونونه ماشومان درانه کارونه کوي
Fardin Waezi@UNAMA Source: Fardin Waezi@UNAMA
افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي چې افغان ماشومان بيلابيلو برخو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي او دا وځيعت د انديښنې وړ دی. ياد کميسيون وايي چې دا مهال شاوخوا دوه ميليونه ماشومان درانه کارونه کوي او دې پر ماشومانو بد اغيز شيندلې.يادو ماشومانو کې هغه شامله دي د کومو عمرونه چې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمينځ وي د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چارواکي، په ټیټ عمر کې د ودونو لامل جنګ جګړې، نا امني، د قانون نه پلي کېدل، بېوزلي او ناوړه دودونه په ګوته کوي.د ياد کميسيون وياند بلال صدیقي وايي د عامه پوهاوي ډیرپرګرامونه لري ترڅو وکولای شي د ماشومان د تاوتریخوالې په کچه کمښت راشي.د یادولو وړ ده چې تیره اونۍ نړیوال سازمان د ماشومانو ادارې په یوه تازه راپور کې افغانستان د نړۍ له ۱۸۰ هیوادونو څخه ۲۱ هیواد دی چې په کې د ماشومان سره زیات تاوتریخوالی کیږي.
شریکول
