اسټراليا کې د وژل شوي افغان کورنۍ ته له شل زرو ډالرو ډيرې پيسې ټولې شوې

Ibrahim Hotak Source: Ibrahim Hotak fb
ابراهيم هوتک د اډيليډ ښار اوسيدونکی وه او شاخوا پينځه کاله مخکې خپلې کورنۍ سره اسټراليا ته راغلی وه. ۲۸ کلن ابراهيم تيره مياشت په ۱۷ د ډيسيمبر اډيليډ ښار څخه لرې پر لويه لار ادعا کيږي چې خپل دوست لخوا ووژل شو. د ابراهيم له وژل کيدو وروسته اډيليډ کې ميشتو افغانانو د هغه له کورنۍ سره پر مرستو ټولو پيل وکړ. اډيليډ ښار کې په د اسټراليا افغانانو ملي ټولنې له مشر او د ابراهيم هوتک نږدې ملګري راز محمد له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل چې د ابراهيم هوتک مړی تيره اونۍ افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی. ښاغلي راز محمد وويل چې ټوله کې د وژل شوي افغان کورنۍ ته ۲۴،۰۰۰ اسټراليايايي ډالر راټول شوي ول چې ځينو لږښتو ورسته تيره شپه شاخوا ۱۹،۰۰۰ ډالر د ابراهيم هوتک کورنۍ ته وسپارل شوې. ابراهيم د خپلې کورنۍ يوازينی کس وه چې لږښتونه يې برابرول. سبا ورځ د اسټراليا اډيليډ ښار کې د افغان کريکټ کلب لخوا ابراهيم هوتک لپاره د کريکټ يوه سيالي پر مخ اچول کيږي په کوم کې چې راشد خان او هم ځيني چارواکي ګډون کوي. راز محمد وايي چې په پام کې ده يادې سيالۍ کې هم پيسې ټولې شي چې دا بيا د ابراهيم هوتک کورنۍ ته سپارل کيږي. له راز محمد سره د اس بي اس پښتو خپرونې بشپړه مرکه دلته واورئ.
شریکول