د اسټرالیا حکومت د طالبانو د کابینې پر دریو وزیرانو، شیخ محمد خالد حنفي، ندا محمد ندیم، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او د دوي پر قاضي القضات، عبدالحکیم حقاني بندیزونه لګولي دي.
په دغو بندیزونو کې مالي او د سفر کولو بندیزونه شامل دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې ویلي: "طالبان د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، ازادیو او هوساینې پر وړاندې خپل سپکاوي ته دوام ورکوي."
"د آسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري."
"زموږ فکرونه هغو کسانو سره دي چې د طالبانو تر ظلم لاندې دي، او همدارنګه په آسټرالیا کې د افغان ټولنې سره."
د خپلواکو بندیزونو د مقرراتو له مخې، د بهرنیو چارو وزیره کولی شي په افغانستان کې پر هغو خلکو یا سازمانونو د سفر بندیزونه او مالي بندیزونه ولګوي چې په لاندې مواردو کې ښکیل دي یا مسؤل دي:
- په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځورول
- په افغانستان کې د لږکیو ډلو ځورول
- په افغانستان کې د خلکو عمومي ځورول
- د ښې حکومتوالۍ یا د قانون حاکمیت کمزوری کول
اسټرالیا لومړنی هیواد دی چې د افغانستان لپاره یې د بندیزونو خپلواکه چوکاټ رامنځته کړی چې د خرابېدونکي وضعیت پر وړاندې چلند پیاوړی کوي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



