افغانستان کې بې وزلو افغانانو سره د وينتلاتورنو په ګډون د نورو زرګونو توکو مرستې راټولې شوې

Victorians assistance to the needy in Afghanistan

Source: Supplied

د اسټراليا ملبورن ښار کې ميشتو افغانانو د زرګونو توکو مرستې راټولې کړي او افغانستان کې پر بې وزلو افغانانو ويشي.


افغانستان کې بې وزلي، نا امني او هم د کرونا ويروس وبا ډير افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له هر وخت څخه ډير اوس افغانان مرستو ته اړتيا لري.

نورو ستونزو سربيره اوس سيلاونو هم ډير شمير ولايتونو کې مالي او ځاني تاوان اړولې او زرګونه افغانان يې اغيزمن کړي. د سيلاونو قربانيانو لپاره له افغانستان څخه بهر ګڼ شمير افغانان پيسې او نورې مرستې راټولوي ترڅو پدې سخت وخت کې خپل د هيوادوالو لاس ونيسي.

ملبورن ښار کې ميشت عبدالغفار اکبر له بې وزلو افغانانو سره مرسته کولو لپاره هلې ځلې کوي او د ياد ښار ميشتو افغانانو په مرسته يې زرګونه جوړه کالي، بوټان، روغتيايي او نور توکي راټول او افغانستان ته استولو لپاره تيار کړل.

د ښاغلي په وينا، نږدې راتلونکي کې د مرستو ياد کنټينر به افغانستان ته ورسيږي او توکي يې پر بې وزلو افغانانو ويشل کيږي.

له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال ښاغلي اکبر وويل، په مرسته شوو توکو کې يو شمير وينتيلاتورونه هم شامله دي کوم چې کويډ-۱۹ بيمارانو درملنه کې مرسته کولی شي.
Abdul Ghaffar Akbar
Source: Supplied
د ښاغلي اکبر په وينا، راتلونکې کې به د اسټراليا نورو ښارونو کې ميشت افغانان وهڅوي ترڅو ورته مرستې راټولې او په دوام داره شکل يې افغانستان ته واستوي ترڅو پر بې وزلو افغانانو وويشل شي.

د ښاغي عبدالغفار اکبر بشپره  مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service