افغانستان کې یوې خبریالې د جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سره لسګونه ښځو ته د کار زمېنه برابر کړې

Female Journalists

Credit: International Media Support

کابل کې یوې ښځینه خبریالې له تېرو څلورو کالونو راپدیخوا سوداګرۍ ته مخ کړې او د نارینه او ښځینه د جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سره يې لسګونو ښځو ته د کار زمېنه برابر کړې.


مرضیه حفیظي نومیږي چې شاوخوا ۱۲ کاله يې کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره کار کړی دی.

میرمن مرضیه حفیظي اوس په کابل کې د لورا برایټ په نوم د نارینه او ښځینه کالو جوړولو د کارخونې مشره ده.

هغه کارخونه چې اوس د هغو ښځو او انجونو د پاره په روزنیز مرکز بدله شوې چې د طالبانو له راتګ وړاندې يې دفتر ته د تګ لپاره د دې ډول تولیداتو ګټه پورته کوله.

میرمن مرضیه حفیظي له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په کارخونه کې يې لسګونه ښځې او انجونې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي چې د کار کولو ترڅنک، زده کړې هم کوي.

هغې وویل، په دغه کارخونه کې د ښځینو تر څنګ نارینه هم کار کوي خو ډېره برخه يې میرمنې جوړوي.

میرمن حفیظي وویل، څه موده وړاندې يې د هغو میرمنو او انجونو لپاره چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړي وي د دې لپاره چې په خپلو کورونو کې د روحیې فشار لاندې رانشي په دغه کارخونه کې شپږمیاشتنی روزنیز کورس په لاره واچوه او د خیاطي د بیلابیلو برخو ترڅنګ يې په مالي او اداري برخه کې ورته زده کړې ورکړي.

د یادونې ده، وروسته تر هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ مه کابل ونیوه ګڼ شمېر میرمنو او انجونو چې په دولتي ادارتو او خصوصي شرکتونو کې په کار بوختې وي خپلې دندې له لاسه ورکړي او په کور کېنول شوي.

خو په دې منځ کې د مرضیې په شان د ګوتو په شمار داسې میرمنې اوس هم شته چې پر دوی د طالبانو له لوري د محدویتونو دوام سره سره کار کوي او نورې میرمنې يې هم له ځانه سره په کار بوختي کړي.

بشپړ رپوټ د د سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now