افغانستان کې د نجونو پرمخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو خلاصیدو په اړه له ټینګار سره سره دا دویم ځل دي چې د طالبانو سرپرست حکومت د پوهنې وزیر د نجونو ښوونځیو بندېدو لامل د افغانانو له کلتور او محلي دودونو سره تړلې موضوع بولې.
نوموړي د راونې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د لیري پرتو سیمو خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.
نوموړي وویل چې دوی ته د افغانانو کلتور معلوم دی او داسې څه نه کوي چې دافغانانو له کلتور سره خلاف وي.
خو هغه له دې سره سره وویل، هڅه کوي ډیر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي چې په خوندي چاپېریال کې خپلې زده کړې وکړي.
د طالبانو د پوهنې وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پکتیا کې د انجونو هغه ښوونځي چې کابو دوه اوونۍ وړاندې پرانیستل شوې وي بېرته وتړلي، چې په غبرګون کې يې لسګونه نجونو په ګردیز ښار کې احتجاجي لاریون هم وکړ.
خو د طالبانو دا دریځ په کور دننه او د نړیوالې ټولنې لخوا په پراخه کچه وننګول شو او له دې ډلې وغوښتل شو چې ټولو انجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.
اخو ګن شمېر افغانان او د بشري حقونو فعالان بیا د طالبانو د پوهنې وزیر تازه څرګندونې چې ګواکي په لرو پرتو سېمو کې خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنه لوڼې يې ښوونځیو واستوي، ناسمې بولي او ټینګار کوي چې د نجونو زده کړي له شریعت او یا هم د افغانستان له کلتور سره هېڅ په تګر کې نه دي.
لا نور په تيار شوي رپوټ کې واورئ.



