Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغانې انجلۍ کاينات ته پاکستاني ډاکټرانو ځواب ورکړ او خپل مرګ ته انتظار باسي

Kainat with Islam Badshah

څلور کلنه کاينات خپل د ژوند وروستيو شيبو کې ده.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


څلور کلنه کاينات خپل د ژوند وروستيو شيبو کې ده.


افغان انجلۍ چې بيماري او پاکستان ته سفر يې د ډيرو رسنيو لخوا پوښښ ترلاسه کړ له څه مودې درملنې وروسته د ډاکټرانو لخوا ځواب شوه.

کاينات د مور او پلار يواځينۍ لور ده او افغانستان کې ورته بيماري پيدا کيدو وروسته پاکستان ته درملنې لپاره د وړلو کوښښ وشو ولې په تورخم کې نوموړی کورنۍ ته اجازه ورنه کړای شوه ترڅو پاکستان ته داخل شي نو هماغه وه چې کورنۍ يې يو ناپيژند کس ته وسپارله ترڅو يې پاکستان کې درملنه وکړي.

د پيښور ښار اوسيدونکی اسلام بادشاه له لومړۍ ورځې د کاينتا درملنې لپاره هلې ځلې پيل کړې او د نوموړې د بې وسی غږ يې تر نورو ورساوه.

Islam Badshah
Source: SBS Pashto

کاينتات چې د پيښور رحمن روغتون کې يې درملنه روانه وه له څو ورځو درملنې وروسته نوموړې ته ډاکټرانو ځواب ورکړ.

اسلام بادشاه وايي، دا يې ارمان وه چې کاينتات روغه شي او له روغتون څخه پر خپلو پښو بهر شي ولې داسې ونه شول.

له اسلام بادشاه سره زمونږ همکار اسلام ګل افريدي بشپړه مرکه کړې چې ټول حال دلته اوريدلی شئ.

 

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now