نيوزيلنډ بريدونو کې هغه افغان اتل وپيژنئ کوم چې د نورو ژوند ژغورلو لپاره يې ځان قربان کړ

Haji Daoud Nabi

Haji Daoud Nabi Source: Supplied

مرحوم حاجي داود هغه جومات کې ووژل شو د کوم چې يو له بنسټ ايښودونکو څخه ده.


نيوزيلنډ ښار کې پر دوو جوماتو بريد د ۴۹ کسان ژوند واخيست او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

النور جومات بريد کې ۴۱ کسان وژل شوې چې په هغو کې افغانان هم شامله دي.

د النور جومات يو له بنسټ ايښودونکو څخه حاجي داود نبي وه کوم چې هماغه جومات کې د بريدګر لخوا ووژل شو.

اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې نيوزيلنډ کرايس چرچ ښار اوسيدونکی او د افغانانو د ټولنې فعاله غړي هدايت نجيب وويل چې حاجي داود نبي ټولنې ته خدمت لپاره يو پيژندل شوی کس وه.

د حاجي داود زوی رسنيو ته وويل چې پلار يې د نورو ژوند ژغورلو لپاره خپل ځان قرباني کړ.

حاجي داود نيوزيلنډ هيواد کې د افغانانو ټولنې مشري هم په غاړه لرله.

ويل کيږي چې بريد ګر پر حاجي داود نبي داسې حال کې ډزې وکړې چې هغه د نورو کسانو ژغورلو لپاره خپل ځان مرميو ته وړاندې کړ.

کله چې د نيوزيلنډ چارواکو د قربانيانو په اړه معلومات ورکړل نو لومړنۍ قرباني حاجي داود وه چې د چارواکو لخوا يې نوم خپور شو.

د پرونۍ پيښې په اړه د ځايي ټولنو حال او مرحوم حاجي داود په اړه معلومات دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now